له لرې لارې د آنلاین زده کړې د درسونو وړاندې کولو په موخه د کابل پوهنتون رهبري شورا فوق العاده ناسته وکړه

د کابل پوهنتون رهبري شورا «د دولتي کارکوونکو درې اونیزه عمومي رخصتي»، «په کابل پوهنتون کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي وقایوي تدبیرونه»، «د محصلینو لپاره له لرې لارې په آنلاین ډول د زده کړو اړتیا او د امکان سنجش» او  ...په موضوعاتو د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر تر ریاست لاندې فوق العاده ناسته جوړه شوه.

دا ناسته د روان ۱۳۹۹ کال د وري په ۱۰ نېټه د غرمې په ۱۱:۳۰ بجو د کابل پوهنتون د رییس او مرستیالانو، د پوهنځيو رییسانو، یو شمېر استادانو، د دې پوهنتون د یو شمېر ادارو کارکوونکو او د محصلینو اتحادیې رییس په ګډون د روغتیا وزارت د روغتیايي لارښود په نظر کې نیولو سره د کرونا ویروس څخه د وقایوي تدبیرونو په موخه په پرانیستې فضاء کې جوړه شوې وه، په پیل کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي د ناستې غړو ته د ښه راغلاست او پدې له خطرونو ډکو ورځو کې، چې د دولت له لوري درې اوونۍ عمومي رخصتي اعلان شوې د مننې ترڅنګ د کابل پوهنتون د محصلینو وړاندیزونه او نظرونه، چې د دې بنسټ د محصلینو اتحادیې د مسوولینو له لوري راټول شوي وو او د دې اتحادیې د رییس له لوري د رهبري شورا له غړو سره شریک، همدارنګه د هیواد په یو شمېر سیمو کې مخابراتي خدمتونو ته د خلکو او محصلینو نه لاسرسی، د محصلینو مالي او اقتصادي محدودیت، د پوهنتون او استادانو الکترونیکي او انټرنیټي تجهیزاتو امکانات او همدارنګه «په انلاین ډول د درسونو وړاندې کولو هر اړخیز امکان سنجش» په موضوعاتو خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د کابل پوهنتون ګران محصلین د پدې ورځو کې تر ټولو مخکې د روغتیا وزارت لارښوونو په پام کې نیولو سره خپلې روغتیا ته پام وکړي او د روان سمستر د زده کړو له وروسته پاتې کېدو هېڅ ډول اندېښنه ونلري. ښاغلي فاروقي وویل د محصلینو د یو سمستر وروسته پاتې کېدل د لوړو زده کړو سکتور او د ګرانو محصلینو له نظره د هېڅ ډول توجه وړ او ښه پایله نلري نو پدې توګه د کابل پوهنتون ګران محصلین د ډاډه اوسي، چې د وخت څخه د زیاتې ګتې اخیستنې سره به معقوله او مناسبه حل لاره، چې د ټولو محصلینو لپاره د منلو وړ وي د دولت، لوړو زده کړو وزارت او د کابل پوهنتون رهبري له لوري په پام کې نیول کیږي او له هغه څخه به ګټه  پورته شي. نوموړي له محصلینو څخه وغوښتل تر څو پدې استثنايي حالت کې، چې د هیواد ټول وګړي دکووید ۱۹ ناروغي سره مبارزه کوي له هغوی یې هم وغوښتل، چې خپلې روغتیا ته د پاملرنې ترڅنګ له خپلو استادانو سره په اړیکه نیونه کې بې غوري ونکړي په هغه صورت کې، چې یو شمېر ونتوانیږي انلاین او یا له نورو لارو ورکړل شوي درسونو څخه ګټه پورته نړي، په اندېښنه کې ونه اوسي او د هغوی لپاره، چې وضعیت عادي شي بدیلې لارې به په پام کې ونیول شي.

پوهنمل فاروقي په نړۍ کې د کرونا ویروس «کووید۱۹» صعودي سیر او د دې نړۍوالې ډاروونکې ښکارندې په پراختیا هر اړخیزې خبرې وکړې، همدارنګه په اوس وخت کې د کرونا وژونکي ویروس سره د مقابلې په وړاندې د نړۍ پرمختللي هیوادونه پاتې راغلي دي او «د کافي امکاناتو نشتون» کې په شک کې دي، افغانستان هم له جدي ستونزو او محدودیتونو سره مخ دی، چې له دې ډلې د پوهنتونونو په ځانګړي توګه د کابل پوهنتون محصلین د هیواد په مختلفو سیمو کې د انلاین درسونو وړاندې کولو امکاناتو له جدي محدودیت سره له یو لوري او انټرنټي خدمتونو، برېښنا او نورو امکاناتو ته د محصلینو نه لاسرسی له بل لوري تحصیلي بنسټونو کې د یو لوی معضل په توګه ښکاره  شوی دی، چې په هیواد کې د استادانو او محصلینو ترمنځ په انلاین ډول د اړیکو ټینګولو نه امکان په اصل کې د «علم پرمختګ» له خطر سره مخ کړی دی، نوموړي اشاره وکړه، چې د زیاتو ستونزو سره- سره، چې پدې برخه کې شته دي، د پوهنتونونو د مسوولینو او استادانو تدریسي مسوولیت تر سره کول او له بل لوري د محصلینو د وخت او عمر له تلف کېدلو څخه د مخنیوي په خاطر لدې غیر منتظره او روانې رخصتي څخه لازمه ګټه پورته کړي، اړتیا ده تر څو حل لارې که هر څومره غیر عملي په سل فیصدي ډول، ولې باید وسنجول شي، چې له هغه سره په اړیکه کې د ناستې له ټولو غړو څخه یې وغوښتل تر څو د دې موضوع په اړه حل لارې، ريښتيني او معقول نظرونه او د کابل پوهنتون د رهبري شورا د ۱۳۹۹ د وري ۳ نېټې د ناستې تصویب او د لوړو زده کړو وزارت د رهبري شورا د نن (۱۳۹۹ د وري ۱۰ د یکشنبې) ورځې تر غرمې مخکې ناستې تصویب وړاندې کړي.

ښاغلي فاروقي د مقدماتي خبرو په  پای کې په تحصیلي وضعیت د ښاغلو همکارانو او استادانو له هڅو او د استثنايي او حاکم وضعیت د درک په موخه یې د پوهنتونونو ټولو کورنیو باندې یې تاکید وکړ، چې د درسونو نه وړاندې کول او د محصلینو د زده کړې لپاره دا یوه معقوله او مطلوبه ټاکنه نه وه او مونږ ټول باید هڅه وکړو تر څو زمونږ ګران محصلینو د وخت د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره د مضمون خصوصیت ته په کتو د پالیسیو په پام کې نیولو سره زمونږ د ګرانو او هڅاندو مجصلینو لپاره ورڅخه ګټه پورته کړو.

وروسته د کابل پوهنتون علمي مرستیال پوهندوی دکتور محمد نعیم عظیمي پدې ناسته کې د جلسې غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د موضوع په اړه خپلې حل لارې وړاندې کړې او په هغه صورت کې، چې محصلین انټرنت ته لاسرسی ولري شته اپلیکشنونه، چې په انلاین ډول د محصلینو لپاره درسونه وړاندې کړي نسبتآ مناسب دي، معرفي کړل. د ناستې په دوام هر غړي په خپل وار سره د یادې موضوع په اړه خپل نظریات، معقولې حل لارې او وړاندیزونه وړاندې کړل، چې د هغه په اړه د ناستې د غړو تر منځ هر اړخیز بحث وشو.

د ناستې د غړو ترمنځ د مفصلو خبرو او نظرونو ورکړې وروسته وړاندې شوي نظرونه توحید او پایله پدې شوه ترڅو یاد نظرونه د لوړو زده کړو وزارت رهبري سره شریک شي تر څو وزارت د هیواد ټولو تحصیلي بنسټونو طرحو ته په کتو «وروستی، عملي او معقول تصمیم»، چې «هم ممکن وي» او هم «د وخت ضایع کېدو په هکله د تحصیلي بنسټونو د ګرانو محصلینو اندېښنو لرې کېدو سبب شي» ونیول شي او هغه د لوړو زده کړو وزارت په مجازي او انټرنیتي پاڼو کې اعلان شي، چې وروسته به د همدې پاڼې له لارې به له ټولو سره شریک شي.

د کرونا ویروست تقریبا ۳ میاشتې مخکې د چین ووهان ښار کې پیدا او اوس تقریبا د نړۍ ټولو هیوادونو ته پراخ شوی دی، چې د وروستیو شمېرو پر بنسټ د نړۍ د هر قشر او نژاد څخه نیم میلیون انسانان پرې اخته شوي او تر دې نېټې پورې ۲۵۰۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چې پدې توګه د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې د هغې له ډلې په افغانستان کې خصوصي او دولتي بنسټونه رخصت شوي دي، چې د کابل پوهنتون د دې ویروس خطرونو او تهدیدونو ته په کتو د یوې میاشتې لپاره رخصت شوی او هڅې روانې دي تر څو د دې رخصتیو په جریان کې له ممکنه لارو څخه په ګټه اخیستنه محصلینو ته په انلاین ډول درسونه وړاندې کړي او د دې تحصیلي بنسټ له ښاغلو محصلینو څخه هم غوښتل کیږي ترڅو دې مجبوریت، استثنايي حالت او همدارنګه د وخت د ضایع کېدو څخه د مخنیوي په موخه له استادانو سره د ممکنه لارو څخه په ګټه اخیستو اړیکې وساتي او په انلاین ډول د درسونو د تر لاسه کولو لپاره اقدام وکړي.