د کابل پوهنتون رهبري شورا ناسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ا.ا. د، د رییس سلاکار وزیر په مشري او د دې پوهنتون د مرستیالانو، پوهنځیو رییسانو، اداري او علمي واحدونو په ګډون د ۱۳۹۹ کال د وري میاشتې په ۳ نېټه د کابل پوهنتون علمي شورا ناس

په پیل کې د کابل پوهنتون رییس او په  لوړو زده کړو چارو کې د ا. ا. د، د رییس سلاکار وزیر د را  پیښ شوي وضعیت د لوړو زده کړو چارو وزارت رهبري شورا پرېکړې پربنسټ، چې د پوهنتون د علمي، اداري او خدمتونو کارکوونکو د حفظ الصحې زمینې برابرېدو باندې خبرې وکړې او ویې ویل، چې د کرونا ویروس نور په یوه سیمه او هیواد کې نه پاتې کیږي بلکې نن افغانستان هم په جدي ډول د کرونا ویروس سره زیات مخ کيږي او وروځ تر بلې د کرونا ویروس تجربه کوي، چې پدې وروستیو کې په کابل کې د دې ویروس دوه مثبتو پېښو پربنسټ د دې ویروس خپرېدل چټک او فعال دي. پدې توګه اړتیا ده تر څو دا مسئله د یو بنسټیز بحث په توګه جدي وګڼل شي او له دې سره د مقابلې او مخنیوي لپاره زمونږ هر یو د یوې ادارې د مسوول په توګه نه بلکې د یو وګړي په توګه خپل مسوولیت تر سره کړو او له خپل اړخه د دې ښکارندې د ضرر او مخنیوي په برخه کې د حفظ الصحې په پام کې نیولو لپاره اقدام وکړو.

ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د نظافت او د روغتیا وزارت د دستورونو په پام کې نیولو ترڅنګ د حفظ الصحې په پام کې نیولو په اړه یې لارښوونه وکړه تر څو دفترونه په ممکنه ډول او په لاس کې لرلو وسایلو او له هغه څخه سمه او وړ ګته پورته کړي.

د کابل پوهنتون رییس د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د کرونا ویروس موضوع او د هغې په هکله یې تشویش د رهبري شورا له غړو سره شریک کړ او د ملکي خدمتونو ادارو کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په هلکه یې د کاري طرزالعمل په هر اړخیز پلي کېدو تاکید او خبرې وکړې تر څو په کابل پوهنتون کې دا طرزالعمل په سمه توګه پلی شي.

د کابل پوهنتون رییس د مقدماتي خبرو ترڅنګ زیاته کړه، چې نن ورځ زمونږ هیواد او ملت د نورو کورنیو غړو په څېر زمونږ د عصر لویې ننګونې په وړاندې واقع دی. په هېڅ وخت کې هېڅ شي د انسان ژوند پدې اندازه تر خپل اغېز لاندې نه وو راوستی. پیاوړي ټولنې او نړۍوال اقتصادي قدرت او ټول هیوادونه د دې ویروس له جدي فشار او ګواښ سره مخ دي.

زمونږ هیواد د یو داسې هیواد په څېر، چې څو اړخیزه ستونزې او په د نورو ټولنو په  پرتله په ځلونو زیاتې ستونزې لري فقط په هغه صورت کې زمونږ وګړي کولای شي پدې ستونزو بریالي شي، چې د مسوولو ادارو او بنسټونو لارښوونو ته لازمې پاملرنې وکړي او دا ښکارنده جدي وګڼي. هغه اتلان، چې په روغتیايي مرکزونو او سیمې په لومړی کرښه کې له دې ښکارندې سره مبارزه کوي باید د اتلانو په توګه ورته پاملرنه، ستاینه او ملاتړ وشي. دا ټولنیزه پديده زمونږ فرهنګ او چلند ته بدلون ورکوي او مونږه باید واټن په پام کې ونیسو. د اړیکو محدودول او د دستورونو په پام کې نیول ساده کار ندی اما استثنايي حالت او د انسانانو ژوند هغه غواړي.

د وګړو ستونزې او اقتصادي محدودیتونه، دا زمونږه او تاسو ټولو جدي اندېښنه ده، په یقیني ډول دولت، خصوصي سکتور، مدني ټولنه، نړۍ وال ملګري او نور سخاوتمندان په یو داسې حالت کې ټول امکانات په کار اچوي، چې تر دې زیات دهغه په اړه اندېښمن نشو، په بازار کې د دولت مداخله او محتکرانو او استفاده کوونکو ته رسېدنه په تېره اوونۍ کې یو وړ ځواب وو، چې هیوادوالو د قیمت په بیا استقرار کې اغېز ولید پدې توګه هیله کیږي، چې له مارکېټ څخه د لومړنیو موادو د زیاتې غوښتنې څخه ډډه وشي.

په لنډ ډول په پای کې د کابل پوهنتون رییس رهبري شورا ته په خطاب  استادانو، محصلینو او د دې بنسټ ټولو منسوبینو باندې تاکید وکړ، چې یواځینی وسیله، چې د دې ګواښوونکې پدې پر وړاندې د دولت او هیوادوالو په لاس کې ده، هماغه مسوول شخص خپله دی، چې په مسوولیت مننې، هوښیاري او د مسوولینو له لوري وضع شوو اصولو رعایت سره د الله (ج) په مهربانې سره له دې لویې ازموینې کې بریالي شو. د کابل پوهنتون رییس په ځانګړي ډول له ټولو څخه وغوښتل، چې شایعو ته غوږ ونه نیسي او د ژوند پدې حساسه، استثنايي او لنډ مهاله دوره کې ځانته زیات تشویش پیدا نکړي، مبرانه، مسوولانه او په شجاعانه ډول په الله (ج) توکل وکړي. کابل پوهنتون رییس د رخصتیو ورځو څخه په زیاته ګټه د او د محصلینو او استادانو وخت څخه اغېزمنه ګټه، چې ملي او د زیات اهمیت وړ موقع ده، خپل نظریات او وړاندیزونه یې د ناستې حاضرو غړو ته وړاندې کړل او په هغې یې تر بحث وروسته لازم تصمیم ونیوه.

د ناستې په پای کې د کابل پوهنتون رییس له ټولو ګرانو محصلینوڅخه، چې په رخصتي کې دي هیله وکړه، تر زیاته حده هڅه وکړي په کور کې پاتې شي او د روغتیا د برخې مسوولینو لارښوونو ته زیاته پاملرنه وکړي. همدارنګه نوموړي د کابل پوهنتون له ټولو څېړونکو او استادانو څخه وغوښتل تر څو په مختلفو برخو او موجوده حالاتو ډول- ډول  بعدونو په هکله خپلې علمي مطالعې، څېړنې او نظریات د پوهنتون ادارې او مسوولو مقاماتو سره شریکې کړي او خپل علمي- اکاډمیک او هیوادنۍ مسوولیت د هیواد تاریخ پدې اساس وخت کې تر سره کړي.

د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه درسي ټولګي رخصت شوي دي د رخصتیو ورځو څخه زیاته ګټه پورته کړي، د کابل پوهنتون رهبري شورا غړو موضوع وڅېړله او نظریات یې وړاند کړل.

د کابل پوهنتون علمی مرستیال ښاغلي پوهندوی دوکتور محمد نعیم عظیمي پدې هکله وویل، د تحصیلي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د نویو ادبیاتو ته په پام لرنه او په  لوړو زده کړو برخه کې د معلوماتي ټکنالوژي رشد د یوې پیاوړې وسیلې په توګه، ښاغلي استادان کولای شي د معلوماتي ټکنالوژي، د انټرنټ او نورو اړوندو سافټویرونو څخه په ګټه اخیستنه، چې الحمد الله زیات استادان او محصلین هغه ته لاسرسی لري، پلی کړي. له بل لوري درانه استادان کولای شي تر څو د ایډکس پلت فارمونو، کورسیرا یا MIT ، چې د پوهنتون په لسانس او ماسټري دورې په کورسونو او مضامینو کې ورڅخه ګټه پورته کیږي او محصلینو ته یې د ګټې اخیستو لارښوونې وشي.

د دې ترڅنګ له لرې لارې څخه زده کړه هم پدې حساس وخت کې یوه وړ د حل لاره شمېرل کیږي او کولای شو هغې څخه د یوې قوي وسیلې په توګه ګټه پورته شي. ښاغلي استادان کولای شي محصلینو ته درسي منابع معرفي کړي او د مختلفو څپرکو په ډول درسي مواد د کورنیو دندو په  ډول د هغوی ترمنځ تنظیم کړي او محصلین د هغوی په حل او استولو باندې موظف کړي تر څو له دې لارې محصلینو وخت هم د استادانو له لوري په لارښوونه شوي درس تېر شي او له بل لوري تر ممکنه حده د رخصتي په دې ورځو کې یې درسونه هم په سم ډول عملي شي.

د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیالې اغلې دوکتورې تفسیرې هاشمي وویل، د محصل او استاد ترمنځ اړیکه کولای شو د تدریسي مدیریت، ټولنو او محصلینو اتحادیې له لارې تنظیم کړو تر څو یاد شوي موضوعات په پراخ ډول عملي او پلي شي. پدې برخه کې کولای شو د کورنیو دندو او یا د انټرنټ له لارې زده کړه او همدارنګه محصلینو ته د نومرې امتیاز هم په پام کې ونیول شي. له بل لوري ممکنه ده د کابل پوهنتون ځیني محصلین انټرنټ ته لاسرسی ونلري، چې دا فیصده به کمه وي، د رخصتي تر پای ته رسېدو سره کولای شي له هغو محصلینو سره، چې له پورته ډول څخه یې ګټه پورته کړي یو ځای د شاګرد محوري لارې څخه ګټه پورته کړي ترڅو د ټولګي له نورو محصلینو سره شریک او د درسونو بهیر چټک او د وخت د ضایع کېدو مخنیوی وشي.

په دې توګه د دې بنسټ د رهبري شورا ښاغلو غړو په دې مینوال یې یاد شوي موضوعات تائید او د دې بهیر په ځینو اجرائیوي برخو یې خپل نظریات شریک کړل او وروسته د کابل پوهنتون رییس له لوري یاده ناسته پدې ډول راټوله او د رايو په اتفاق تائید او لازم تصمیم ونیول شو.

  • د پوهنځیو رییسان مکلف دي په یوه اوونۍ کې یو روښانه میکانیزم د هغو مضامینو لپاره، چې یو د پورته ذکر شوو لارو څخه محصلینو د تدریس وړ وي کابل پوهنتون ریاست ته راپور ورکړي او د ټکنالوژي څخه په ګټه اخیستنه د لرې لارې څخه د شته امکاناتو په نظر کې نیولو سره پیل کړي؛
  • د محصلینو مرستیاله موظفه ده تر څو د محصلینو او استاد اړیکه د تدریسي مدیریت، ټولنو او د محصلینو اتحادیې له لارې تنظیم کړي او په اړه یې د کابل پوهنتون ریاست ته راپور ورکړي؛
  • په کابل پوهنتون کې له هر ډول غونډې او ناستو څخه لرې واوسی او متقاضیانو ته بغیر له درسي چارو څخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له لوري رخصت شوي، په منظم ډول په یادو وختونو کې خدمات وړاندې شي تر څو په یو وخت کې د خلکو له ګڼې ګوڼې څخه مخنیوی شوی وي؛
  • استادان او کارمندان، چې عمرونه یې تر ۵۸ کلنۍ لوړ وي او هغه استادان او کارمندانو ته، چې لارښوونه شوې، د کړنلارې پر بنسټ د ملکي خدمتونو ادارو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه په خپلو کورونو کې پاتې شي؛
  • د حفظ الصحې بهیر په ښه ډول پلی او د پوهنتون مالي او اداري مرستیال موظف دی تر څو له دې څخه په جدي څارنه وکړي.

د رهبري شورا ناسته د الله څخه د مرستې او خیر غوښتنې په دعا کولو سره پاته ورسېده.