په کابل پوهنتون کې د نړۍ وال سوداګریزې ادارې مطالعاتو مرکز پرانیستل شو

د نړۍوالې سوداګریزې ادارې مطالعاتي مرکز WTO  ، چې د کابل پوهنتون د اقتصاد په پوهنځي کې موقعیت لري او د اروپايي اتحادیې په مالي او تخنیکي همکاري جوړ شوی دی، د کابل پوهنتون رییس، په افغانستان کې د نړۍوالې سوداګریزې ادارې استازي، د اقتصاد پوهنځي رییس او د اقتصاد پوهنځي استادانو له لوري د ۱۳۹۸ کال د کب په ۲۹، د ۲۰۲۰مارچ په ۱۹ نېټه پرانیستل شو.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د دې مطالعاتي مرکز په پرانیستو د خوښي ښودو ترڅنګ وویل، دا مرکز کولای شي له نړۍوال سوداګریز مرکز سره تر یوځای کېدو وروسته، ظرفیت جوړونې، د دې ادارې معیارونو ته په کتو د قوانینو او مقرراتو سمون په برخه کې د سلا مشورو ورکړه، د سوداګریزې او اقتصادي اغېزمنې پرمختیايي پالیسي په برخه کې د عضویت او مطالعاتو څخه ګټه پورته کولو په بهیر کې مهم رول ولري.

نوموړي زیاته کړه، اړتیا ده تر څو نوي فارغ شوي محصلین په سوداګریزو نویو مهمو موضوعاتو کې د زده کړه وکړي او له له هغه ځایه، چې افغانستان د نړۍوال سوداګریزې ادارې د یو نوي غړي په توګه په مختلفو برخو کې د نړۍوالې سوداګریزې ادارې څېړنو او پدې برخه کې د متخصیصو کدرونو روزنه یوه اړتیا ده.

ښاغلي فاروقي هیله وښوده، چې د دې نړۍ والې سوداګریزې ادارې اړوندې څېړنې او مطالعې په ملي او نړۍ واله کچه د هیواد سوداګریزې پراختیا کې به مرسته وکړي او د افغانستان رقابتي او تخصصي توانايي برخو کې په سیمه ييزه او نړۍوالو تعاملاتو کې لوړوي.

افغانستان په ۲۰۱۶ کال کې د نړۍوالې سوداګریزې ادارې د غړي په توګه ومنل شو، په دې توګه د دولت د سوداګریزو قوانینو، مقرراتي چاپېریال او د سیاستونو د اړتیا په برخه کې د اصلاحاتو د تحقق لپاره د یو شمېر نوښتونو لپاره هڅه پیل شوې ده، ترڅو وکولای شي د نړۍوالې سوداګریزې ادارې پر وړاندې خپل تعهد ته تحقق ورکړي او د دې ادارې له غړيتوب څخه ګټه پورته کړي.

نړۍ والې سوداګرېزې ادارې چوکاټ او قواعدو په برخه کې د پوهې کموالي د دولت کاري ځواک یې د نړۍوالې سوداګریزې ادارې په غړيتوب کې د ګټې اخیستنې په برخه کې د تعهداتو په پلي کېدو او د غړيتوب څخه یې په ګټه پورته کولو کې له ستونزو سره مخ کړي دي.

په دې توګه یادو ستونزو ته د رسېدو او د نړۍوالې سوداګریزې ادارې اړوندو موضوعاتو کې د تضمین دوام او د ظرفیت لوړونه، کابل پوهنتون د اروپايي اتحادیې په مالي او تخنیکي همکاري دا نوښت په لاس کې اخیستی تر څو د نړۍ والې سوداګریزې ادارې د مطالعاتو مرکز د یو څېړنیز مرکز او په کابل پوهنتون کې د ځوانو کدرونو د روزنې، چې یو علمي او اکاډمیک بنسټ دی، جوړ کړي.

د کابل پوهنتون رییس د خپلو خبرو په پای کې د اروپايي اتحایې له مالي او تخنیکي همکاریو، د کابل پوهنتون او د هیواد د علمي او اکاډمیکو بنسټونو څخه نړۍوالې ټولنې او بنسټونو د ملاتړ په موخه مننه وکړه، ویې ویل هیله لرو تر څو په راتلونکي کې له دې مطالعاتي مرکز سره د ورته همکاریو لیدونکي واوسو.

په ورته وخت کې د دې مرکز د پرانیستو مراسیمو په لړ کې، چې په تدریسي او څېړنیزو امکاناتو او وسایلو مجهز دی نړۍ والې سوداګریزې ادارې استازي ښاغلي مجددي، د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رییس میر حمزه اسلمي او د اقتصاد پوهنځي استاد او په سوداګری وزارت کې د نړۍوال سوداګریزې ادارې پخواني رییس ښاغلي ذبیح الله مدبر هم پدې هکله خپل مشخص وړاندیزونه وړاندې کړل.