په کابل پوهنتون کې د زرغونې سیمې د زیاتوالي په موخه ونې کېښودل شوې

د کابل پوهنتون رییس، د محصلینو او مالي او اداري چارو مرستیالانو په داسې حال کې، چې د کابل پوهنتون د کرنې، چاپېریال ساتنې، ځمک پېژندنې پوهنځيو مسوولینو او د دې پوهنتون د خدماتو یو شمېر کارمندانو یې ملتیا کوله په هغې برنامه کې، چې د دې پوهنتون د خدماتو آمریت له لوري د نیالګیو ایښودلو په برنامه کې، چې د نوي کال د راتلو په موخه جوړه شوې وه، ګډون وکړ او د یو نیالګي په ایښودلو یې دا کمپاین پیل کړ.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي په داسې حال کې، چې د دې پوهنتون د محصلینو چارو مرستیالې اغلې تفسیرې هاشمي، مالي او اداري مرستیال ښاغلي مسعود پیروزي، د کرنې، چاپېریال ساتنې او یو شمېر نورو پوهنځیو رییسانو او یو شمېر کارمندانو او محصلینو یې ملتیا کوله د روان کال د کب میاشتې په ۲۶ نېټه یې د کابل پوهنتون په انګړ کې په هغې برنامه کې، چې د پوهنتون د خدمتونو امریت له لوري جوړه شوې وه، ګډون وکړ او د یوه نیالګي په ایښودلو سره یې دا برنامه پیل کړه. ښاغلي فاروقي د دې نیالګي د ایښودلو پر مهال یې د دې برنامې جوړونکو څخه د ستاینې ترڅنګ هیله وښوده ترڅو د نیالګیو ایښودلو او د چاپېریال زرغونېدل په یو دود بدل شي او له دې لارې ټول هیوادوال په ځانګړي توګه د کابل پوهنتون محصلین د هیواد په زرغونتیا کې خپله دنده تر سره کړي.

د پوهنتون د زرغونتیا او خدمتونو مسوولین د پوهنتون ماسټرپلان او د اوبو کموالي ته په کتو هڅه کوي تر څو د کرنې او چاپېریال ساتنې پوهنځیو د استادانو د نظرونو پر بنسټ په دې اکاډمیک بنسټ د نیالګیو ايښودلو او زرغونېدو کمپاین په مرحله یي ډول تر سره کړي. د کابل پوهنتون رهبري هیئت پدې پوهنتون کې د نیالګیو ایښودل د یو منل شوي فعالیت په توګه په مکرر ډول پرې تاکید کړی  او د دې بنسټ د رهبري شورا په ورستی ناسته کې هم پدې موضوع یې تاکید وکړ ترڅو په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کمپاین سراسري کړي او د دې علمي بنسټ چاپېریال د نیالګیو په ایښودلو سره تر پخو لا زرغون او ښکلی کړي، چې د دې بهیر په لړ کې به د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارت او د کرنې پوهنځي کرنیز فارم له لوري کابل پوهنتون ته ۴۰۰ میوه لروونکي او ۶۵۰ بې مېوې ونې ډالی شوي دي، چې د کابل پوهنتون په مختلفو سیمو کې د هوا د ککړتیا د کموالي او شنو سیمو د زیاتوالي په موخه به کېښودل شي.