په کابل پوهنتون کې د څېړنیز او تجربوي بڼ د جوړېدو په موخه په افغانستان کې د ترکیې د همکاریو همغږي کوونکو چارو ادارې (ټیکا/TIKA) سره د هوکړه لیک لاسلیک

په افغانستان کې د ترکیې د همکاریو همغږي کوونکو چارو ادارې رییس په کابل پوهنتون کې د دې پوهنتون رییس ښاغلي حمید الله فاروقي، مرستیالانو، د پوهنځیو رییسانو او استادانو سره ولیدل او خبرې وکړې او «پدې پوهنتون کې د دې ادارې په مالي او تخنیکي همکاريو په موخه د کرنې، څېړنیز او تجربوي بڼونو جوړولو او ښوونیزو برنامو» په هکله له پخوا جوړ شوی هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي په هغې غونډه کې، چې پدې هکله د علمي شورا په تالار کې جوړه شوې وه په پیل کې یې په افغانستان کې د ترکیې د همکاریو همغږي ادارې رییس ښاغلي ذهتو چال او نورو حاضرینو ته ښه راغلاست وویل، د دې هوکړه لیک په لاسلیک د خوښي تر څنګ یې د افغانستان او ترکیې هیوادونو تاریخي دوستي، چې تقریبآ تر یوې پېړی پورې رسیږي او په افغانستان کې په مختلفو برخو په ځانګړې توګه په علمي او اکاډمیکه برخه کې یې کړي مننه او ستاینه وکړه. ښاغلي فاروقي ترکیې هیواد د افغانستان د دوستو هیوادونو له ‌ډلې څخه یاد کړ، د کابل پوهنتون مسوولینو په ځانګړي توګه یې د کرنې پوهنځي مسوولینو ته لارښوونه وکړه تر څو له دې پروژې څخه ملاتړ وکړي او د تلپاتې والي، دوام او خدماتي او ساتنې په برخه کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.

په افغانستان کې د ترکیې د همکاریو د همغږي چارو ادارې (ټیکا/TIKA) رییس ښاغلي ذهتو چال پدې برنامه کې خبرې وکړې او د دې لیدنې د زمینې په برابرېدو د خوښي ترڅنګ یې افغانستان د ترکیې هیواد تاریخي دوست یاد کړ او ویې ویل افغانستان ترکیې د هغو تاریخي همکاریو او ګډو ټکو په لرلو سره تر اوسه پورې یې پدې هیواد کې ۱۳۰۰ لویې او وړې عام المنفعه پروژې پلي کړي، چې د نن ورځې پروژه د هغې یوه بلګه ده. نوموړي زیاته کړه، چې له پیله تر اوسه پورې په افغانستان کې د دې ادارې د پروژو لومړیتوب «روغتیا» او «زده کړه» ده او اوسني پروژه یې، چې د کرنې پوهنځي علمي او څېړنیزو درسونو په خاطر د یوې څېړنیزې – زده کړه ییزې باغچې د ۱۵۰۰ میوه لرونکو ونو ایښودل دي، همدارنګه په افغانستان کې د دې ادارې د زده کړې او څېړنې یوه پروژه ده او هیله یې وښوده، چې په راتلونکې کې ورڅخه زیاته ګټه پورته شي او د دې بڼونو نسل، چې څو ډوله ونې کیلاس، الوچې او شفتالو دي په ټول افغانستان کې وکرل شي.

د کرنې پوهنځي رییس پوهاند غلام رسول فیضي هم پدې برنامه کې خبرې وکړې او کابل پوهنتون رهبري څخه یې د دې هوکړې د لاسلیک زمینې برابرېدو او د تیکا ادارې څخه یې د دې بڼ د عملي کار د پیل په خاطر د مننې تر څنګ یې تعهد وکړ ، چې د دې پروژې د جوړېدو او ګټې اخیستنې کې به هېڅ ډول همکاري ونسپموي او د دې بڼ د ساتنې او زیاتې ګټې اخیستو په موخه ګټورې برنامې په لاس کې لري او په پای کې له پخوا جوړ شوی هوکړه لیک د کابل پوهنتون له لوري د کرنې پوهنځي رییس پوهاند غلام رسول فیضي او په افغانستان کې د ترکیې د همکاریو د همغږي اداري له لوري ښاغلي ذهتو چال لاسلیک کړ.

ټیکا (په افغانستان کې د ترکیې د همکاریو همغږي کوونکې اداره) له زیاتو کلنو راهیسې په مختلفو برخو کې په افغانستان کې فعالیت کوي، چې د هغې ډلې «روغتیا» او «زده کړه» د دې بنسټ په لومړيتوبونو کې ځای لري او دا نوې څېړنیزه- ښوونیزه تعهد شوې پروژه د کرنې پوهنځي اړوند دوه هکتاره ځمکه کې به جوړه شي، چې د دې پروژې د اوبو او برېښنا لګښت پرته نور ټول لګښت به د ټیکا ادارې په غاړه وي.