د کابل پوهنتون رییس په کابل کې د هسپانیا له سفیر سر وکتل

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي په داسې حال کې، چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د هسپانوي څانګې امر نظامي او د دې څانګې یو شمېر استادانو یې ملتیا کوله په کابل کې د هسپانیا هیواد سفیر ښاغلي ګبرانیل فیدرن سره وکتل او دواړو لورو د دواړو افغانستان او هسپانیا هیوادونو ترمنځ د علمي- فرهنګي او اکاډمیکو همکاریو په هکله نظرونه شریک کړل.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر پدې لیدنه کې، چې د روان کال د کب میاشتې په ۲۴ نېټه د هسپانیې هیواد لوی سفیر په دعوت په کابل کې د هسپانیې په سفارت کې تر سره شوه، په  پیل کې د دې هیواد سفیر له لوري د کابل پوهنتون رهبري دعوت څخه مننه وکړه او د هسپانیا هیواد مختلفې همکاري، چې د افغانستان په علمي او فرهنګي برخو سره یې کړي مننه وکړه. ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په لړ کې په کابل کې د هسپانیا سفارت او د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د هسپانوي څانګې تر منځ د علمي- فرهنګي او اکاډمیکو اړیکو د پیاوړتیا تحکیم په هکله یې د ښاغلي فیدرن رول مهم وباله او پدې هکله یې د نوموړي هڅو څخه بیا مننه او ستاینه وکړه. ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په پای کې د هسپانیا هيواد کې د کابل پوهنتون استادانو، محصلینو او څېړونکو لپاره په تحصیلي او څېړنیره برخه کې زمینه برابره شي او همدارنګه یې په کابل پوهنتون کې یې د علمي سمینارونو او برنامو د جوړېدو په هر اړخیزه همکاري تاکید وکړ.

وروسته په کابل کې د هسپانیې سفیر ښاغلي ګبرانیل فیدرن یاد سفارت ته د کابل پوهنتون رییس او پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د کابل پوهنتون څېړونکو، محصلینو او استادانو لپاره د زده کړې او د غوره فرصتونو د زمینې د برابرېدو په برخه کې یې د ښاغلی فاروقي هڅې ګتورې بللو تر څنګ یې د یادو شوو مسایلو په برخه کې تعهد وکړ. نوموړي د خبرو په لړ کې کابل پوهنتون د افغانستان او نړۍ والې ټولنې په کچه یو د باور وړ بنست یاد کړ او د هسپانیې هیواد د نړۍ والو همکاریو بنسټ له لوري د دې پوهنتون محصلینو او محقیقینو ته سلګونه ټوکه کتابونه ډالۍ خبر ورکړ، چې د کابل پوهنتون رییس او مل پلاوي د قبول وړ وګرځېدل او پدې توګه دا لیدنه پای ته ورسېده.