په کابل پوهنتون کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي عملي کمپاین

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي په کابل پوهنتون د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي عملي کار په موخه د افغانستان اسلامي دولت د روغتیا وزارت د لارښوونې پربنسټ د دې پوهنتون په مرکزي کتابتون کې د دې پوهنتون د خدماتي برخې د کارمندانو له لوري د عفوني ضد دوا د شیندلو بهیر پیل کړ.

ښاغلي فاروقي پدې برنامه کې، چې د دې علمي بنسټ مالي او اداري مرستیال ښاغلي مسعود پیروزي، د محصلینو چارو مرستیالې اغلې تفسیرې هاشمي، د یو شمېر پوهنځیو رییسانو، استادانو، امرینو او کارکوونکو یې ملتیا کوله د دې کار پیل یې یو نیک او جدي ضرورت یاد کړ او د پوهنتون د خدماتي برخې څخه یې د مننې ترڅنګ یې د دې ادارې ټولو مسوولینو او کارکوونکو ته لارښوونه وکړه تر څو د عامه روغتیا وزارت لارښوونو او اعلامیو ته جدي پاملرنه وکړي او د ځان او روغتیا، کورنۍ او کاري چاپېریال ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي. د دې برنامې په دوام د خدماتو برخې کارکوونکي د عفوني کولو ضد دوا شیندلو په وسایلو مجهز او د دې پوهنتون مرکزي کتابتون له سالون او دفترونو څخه يې پیل او په ترتیب سره د پوهنتون ریاست، د محصلین چارو، د مالي او اداري چارو معاونیتونو، د هلکانو او نجونو لیلیو کې یې دوا وشیندله. په پام کې ده دا بهیر ادامه ولري او ټولې کاري اداري او ۲۱ ګونه پوهنځیو درسي ټولګيو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي او د دې پوهنتون د محصلینو، استادانو، کارمندانو او مراجعیونو د ځان او روغتیا ساتنې په موخه عفوني ضد شي.

د کرونا ویروس (COVID19) د معلوماتو پر بنسټ تقریبآ ددوه میاشتې مخکې د چین د ووهان ښار کې پیدا او د دې هیواد نورو ښارونو او د نړۍ نورو هیوادونو ته وغځېده، د وروستیو شمېر پر بنست اوس د نړۍ په ۱۳۵ هیوادونو کې د دې ویروس نښې لیدل شوي او قرباني یې ترې اخیستي. افغانستان د دې هیوادونو له ډلې څخه دی، چې تر اوسه پورې پکې ۲۱ مثبتې واقعې ثبت شوي او دا دی د حکومت د رهبري له لوري تصمیم نیول شوی تر حو ټولې دولتي او غیر دولتي اداري د دې ویروس د خپرېدو او پراخېدو د مخنیوي په موخه لازم تدابیر ونیسي، د هیواد په کجه ټول د لوړو زده کړو موسسې، ښوونځي او زده کړه ییز مرکزونو رخصت یو د دې برنامې له ډلې څخه دي.