د ایران جمهوري سفارت فرهنګي رایزن د کابل پوهنتون له رییس سره وکتل او په یو شمېر د پام وړ مسایلو یې خبرې وکړې


د ایران فرهنګي رایزن ښاغلي دکتور رضا ملکي د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر حمید الله فاروقي سره وکتل او دواړو لورو په یو شمېر د پام وړ موضوعاتو د هغې له ډلې د کابل پوهنتون د ژبو ادبیاتو پوهنځي د دري څانګې ودانیزې پروژې او په کابل کې د د دې سفارت نوي رایزن په ګمارني او معرفي خبرې او نظرونه شریک کړل.

په کابل کې د ایران سفارت پخواني رایزن ښاغلي دکتور رضا ملکي د کابل پوهنتون ریاست څخه یې د دې لیدنې د زمینې د برابرېدو په هکله مننه وکړه او د افغانستان اسلامي جمهوریت سره یې د ایران دولت او ملت ژور مشترکاتو څخه یادونه وکړه، په علمي او کلتوري برخه کې یې روانې اړیکې بې مخینې او د ستاینې وړ وبللې. ښاغلي ملکي د خپلو خبرو په لړ کې د دواړو هیوادونو ترمنځ علمي- کلتوري برنامو په زیاتوالي خبرې وکړې ویې ویل د ایران اسلامي جمهوري سفارت فرهنګي مسوولین به تر خپله وسه د زده کړې د زیاتوالي برخې د تحقق لپاره به هڅه وکړي او د کابل پوهنتون له مسوولینو څخه یې د دې ګډو علمي برنامو د زمینې برابرېدو څخه مننه وکړه.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي کابل پوهنتون ته د دې هیئت راتګ ته ښه راغلاست وویل او په افغانستان کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت پخواني کلتوري رایزن له څو کلنو هڅو، چې د افغانستان او ایران دوه فرهنګي او له یو بل سره ورونو ملتونو د علمي او کلتوري اړیکو د تحکیم او بنسټېزه کېدو په برخه کې یې کړي، نوموړی یې یو فعال، اغېزمن او د ستاینې وړ شخصیت یاد کړ. ښاغلي فاروقي هیله وښوده، چې په افغانستان کې د ایران سفارت نوي فرهنګي رایزن ګمارنې سره به د دواړو هیوادونو ترمنځ به شته علمي او کلتوري اړیکې به دوام ومومي او تر پخوا څخه به زیات د هغې د لا پیاوړتیا لپاره هڅه وشي او په پای کې ښاغلي موافقي ته یې په افغانستان کې د ایران اسلامي جمهوري سفارت نوي فرهنګي رایزن په توګه یې ورته مبارکي ورکړه او افغانستان ته یې د هغه راتګ ته ښه راغلاست وویل.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او ایران دوه ګاونډان، چې په سوله، کړکېچ او جیولوژيک او جیوپولیتيکي ګټو او تاوانونو کې شریک دي او له پخوا څخه تراوسه په مختلفو برخو کې ډول- ډول اړیکې او همدارنګه فرهنګي- ټولنیز مشترکات لري، چې دا اړیکې په تېرو ۱۸ کلنو کې د نوو حکومتونو په راتګ سره زیاتې شوي او کابل پوهنتون په هیواد کې د پخواني او لوی علمي بنسټ په توګه یې تل هڅه کړې تر څو علمي او فرهنګي اړیکې د ګډو علمي، څېړنیزو، ښوونیزو او ... برنامو له لارې د دواړو هیوادونو تر منځ وساتي او لا پیاوړي کړي، چې دا لیدنه هم د یادو مسوولینو ترمنځ پدې هکله تر سره شوه.