د انسان څېړنیز انسټیټوټ مسوولینو د کابل پوهنتون له رییس سره وکتل

د انسان څېړنیز انسټیټوټ مسوولینو په کابل پوهنتون کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر حمیدالله فاروقي سره وکتل او دواړو لورو د زده کړې او په څېړنیزو برخو کې د ګډې همکاري په هکله خبرې وکړې.

د دې انسټیټوټ له مسوولینو ښاغلي فهیم کریمي د دې لیدنې په پیل کې د دې لیدنې د زمینې په برابرېدو خوښي وښوده او د دې انسټیټوټ کاري برخو، موخو او برنامو تر هر اخیز ډول تشریح وروسته یې د کابل پوهنتون اهمیت او ځای یې تاریخي او د هیواد یو له لویو علمي بنسټونو څخه یاد کړ؛ له کابل پوهنتون سره یې د زده کړې او څېړنې په برخه کې د همکاریو زمینې برابرېدو او پدې موخه د همکاریو هوکړې د رامنځته کېدو باندې خوښي وښوده او د دې پوهنتون له ریاست څخه یې وغوښتل تر څو د کومې منتفي ملاحظې په نشتون کې دا زمینه برابره کړې تر څو دا بنسټ وکولای شي له کابل پوهنتون سره په ښوونیزه او څېړنیزه برخه کې همکاري ته دوام ورکړي.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي کابل پوهنتون ته د دوی راتګ ته ښه راغلاست وویل او په افغانستان کې یې د دې بنسټ د ستاینې او ارزښت وړ برنامو څخه یې قدرداني وکړه. ښاغلي فاروقي وویل، چې پدې برخه کې د کابل پوهنتون مسوولینو هڅه کړې او د انسان او نورو کلتوري، څېړنیزو، ښوونیزو  او ... بنسټونو د برنامو څخه یې د کابل پوهنتون د محصلینو، استادانو او څېړونکو لپاره د زیاتې ګټې اخیستنې په موخه یې اماده ګي وښوده.

د دې ناستې په پای کې دواړو لورو پدې هوکړه وکړه تر څو د کابل پوهنتون لپاره د زده کړې، بحثونو او علمي سمینارونو او عملي کارونو لپاره  د یوې ښوونیزې- څېړنیزې همکاري د یوه هوکړه لیک په لومړنیو موادو کار وکړي.