د کابل پوهنتون رییس د هرات پوهنتون د محصلینو اتحادیې رییس سره وکتل

د هرات پوهنتون د محصلینواتحادیې رییس، چې د کابل پوهنتون د محصلینواتحادیې رییس یې ملتیا کوله د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي سره وکتل او په یو شمېر د پام وړ موضوعاتو یې نظرونه شریک کړل.

ښاغلي محمد عوض دانیال په دې لیدنه کې د هرات پوهنتون رییس او مسوولینو سلام او درناوی یې د کابل پوهنتون رییس او مسوولینو ته وړاندې کړ، هرات پوهنتون ته یې د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې رییس سفر او د یاد پوهنتون له محصلینو سره د هغې د اغېزمنو او ګټورو خبرو څخه یې یادونه وکړه او د دې لیدنې د برابرېدو په هکله یې د کابل پوهنتون ریاست څخه مننه وکړه. ښاغلي دانیال وویل کابل پوهنتون د هیواد په کچه لوی او پخوانۍ پوهنتون دی او له کلنو راهیسي تر اوسه پورې په څېړنیزه، تحصیلي، زده کړو او ... برخو کې د ټول افغانستان لپاره یوه بېلګه ده او پدې موخه د کابل پوهنتون د محصلینواتحادیه او د دې پوهنتون د رهبري له لوري یې زیات ملاتړ هم بې ساري دی او د پوهنتونونو محصلینو لپاره د حقه حقونو، تضمین او غوره تحصیلي زمینې برابرېدو په برخه کې یوه نمونه او الګو ده او پدې توګه یې د کابل پوهنتون له رییس او رهبري څخه ستاینه وکړه. نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د کابل پوهنتون رهبري د محصلینو اتحادیې او ټولنو او په تحصیلی نظام کې د دموکراتیک ارزښتونو تحقق او د هیواد په تحصیلي بنسټونو کې د دوی په ملاتړ تاکید وکړ او غوښتنه یې وکړه تر څو د دې پوهنتون مسوولین د کابل پوهنتون او هرات پوهنتون تر منځ د محصلینو همکاري ته دوام ورکړي.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د دې لیدنې په پیل کې د هرات پوهنتون د محصلینو په استازيتوب کابل پوهنتون ته د ښاغلي دانیال راتګ ته ښه راغلاست وویل او د کابل پوهنتون او د هیواد په نورو پوهنتونونو کې د محصلینو اتحادیې په لوړو ژورو د خبرو تر څنګ یې د اتحادیو په رول یې هم خبرې وکړې. ښاغلي فاروقي وویل کابل پوهنتون مسوولینو تل د کابل پوهنتون له محصلینو او محصلینو اتحادیې څخه ملاتړ کړی دی لکه څرنګه، چې د دې اتحادیې رییس د تصمیم نیونې مقتدرې شورا ، چې د «رهبري شورا» څخه عبارت څخه ده، غړی دی او دا ملاتړ به دوام ومومي تر څو لدې لارې محصلین خپله د پوهنتونونو په لویو تصمیم نیونه کې ګډ او د پوهنتون د مسوولینو د تحصیلي زمینې برابرېدو هڅو څخه خبر او د زده کوونکي محوري پالیسونو پلي کېدل او د عدالت باالطبع تامین، روڼتیا او د پوهنتوني ټولنې د ټولو رکنونو ګډون، په ښه او اصولي ډول عملي کيږي. ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په پای کې د محصلینو اتحادیې په اهمیت خبرې وکړې او هیله یې وښوده، چې نور تحصیلي بنسټونه هم له دې ډلې څخه په ملاتړ، چې محصلینو د حقه حقونو په تامین کې لازم او اړین دي هېڅ ډول هڅې به ونسپموي.

د کابل پوهنتون رییس په پای کې د محصلینو د مسوولیت اخیستو او فکري بلوغ ترڅنګ زیاته کړه: په نړۍ کې د محصلینو اتحادیې له تېر مهال راهیسي زیات وخت مطلوب فعالیتونه او کله یې هم نامطلوب فعالیتونه ترسره کړي دي، چې د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیه په خپلو کړنو کې زیاتې اوږدې قصې لري او د هغوی تېرو کړنو ته په کتو تر سترګو کیږي، چې ۷۰ لسیزه کې یې زیاتې لوړې او ژورې درلودې. ولې اوس د هیوادوالو د پوهې کچې لوړېدل او په ټوله کې د لوړو زده کړو کورنۍ غړي او اکاډمیک بنسټونه په کنټرول کې دي او د هیواد د ځوانانو، خلکو او محصلینو ترمنځ پوهه، معلومات او یو بل منل پراخ شوي دي او د هیواد محصلین زیاتوالي د دې بنسټونو شتون او فعالیت یې د پوهنتونونو لپاره تضمین کوونکی او اړین دی او د کابل پوهنتون رهبري د دې مهم په درکولو سره په وروستیو کلنو کې یې له دې بنسټونو څخه هر اړخیز ملاتړ درلود، چې د دې اتحادیې رییس «د رهبري شورا»، چې د کابل پوهنتون د تصمیم نیونې لوړه مرجع ده غړیتوب لري، چې دا یې د ملاتړ یوه ښکاره نمونه ده.