د کابل پوهنتون رئیس د ټایلنډ هیواد بنکاک ښار کې د آسیا او پسفیک په مشورتي ناسته کې ګډون وکړ

د کابل پوهنتون رییس پوهنمل حمید الله فاروقي د اسیا لپاره د ملګرو ملتونو اقتصادي او سیاسي کمیسیون د اسیا او پسفیک (UNESCAP9) او د لږ پرمختګ هیوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د ټکنالوژي بانک بنسټ (UN Technology Bank for Least Developed Countries) په رسمي بلنه په داسې حال کې، چې د لوړو زده کړو وزارت د پلان او پالیسي رییس پوهنیار بري مبارز یې ملتیا کوله د اسیا او پسفیک په سیمه ييزه ناسته کې، چې د «د لږ پرمختګ هیوادونو د علومو او ساینس آکاډميو د پراختیا په موخه د تلپاتې پراختیا اجنډا څخه د ملاتړ (SDGs2030)» په موخه د روان 2020 د فبروري په درېمه او څلورمه د ټایلنډ پلازمېنه بنکاک کې جوړه شوې وه، یاد هیواد ته سفر وکړ.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر پوهنمل حمدی الله فاروقي د عمومي ناستو په درېمې هغې کې د ګډون تر څنګ د اجنډا سره سم یې د هیوادونو اکاډمیکو بنسټونو او د علومو اکاډمیو په رول د ساینس، ټکنالوژي او نوښتونو څخه د ګټې اخیستنې د څرنګوالي په اړه یې خپل نظر وړاندې کړ، چې د هیوادونو د استازو د پاملرنې وړ وګرځېده.

مثبت ځواب له یو بنسټ څخه، چې افغانستان د هغه فعال غړی دی، د نظریاتو شریکول او د موضوع اړوند د لږ پرمختګ کوونکي هیواد په توګه د افغانستان د اکاډمیکې ټولنې دریځ، د تېرو کلنو په لړ کې د هیواد د اکاډمیکې او علمي ټولنې د کمي او کیفي لاسته راوړنو په اړه د رسمي راپور وړاندې کول، تلپاتې پراختیا ته د رسېدو لپاره له یوې مناسبې موقع څخه د ګټې اخیستنې سره د سیالو ټولنو د خبرو د ور پرانیستل او د کنفرانس په څنډو کې د هیواد د ستونزو په له منځه وړلو کې له اړوندو ادارو او بنسټونو د پوهاوي او پاملرنې اړول کولای شو په دې نړۍ وال کنفرانس کې د دې هئیت د ګډون لاسته راوړنو په توګه یادې کړو.

دې هئت د دې ناستې د غړو د موجوده کړنو د واقعیتونو په پام کې نیولو، د افغانستان علومو اکاډمي د اسیا علومو اکاډمي اتحادیې (AASSA) د یو غړي په توګه زیاته موقع ورکول کیږي تر څو د ملګرو ملتونو سازمان د ټکنالوژي بانک له پاملرنې څخه د ظرفیت لوړولو او د بنسټونو په پیاوړي کولو، تلپاتې موخو ته د رسېدو د افغانستان د دولت سیاست او برنامو د پلي کولو په ځانګړي توګه د علمي څېړنو او نوښتونو، د زیاتو مالي منابعو ځانګړي کول او د افغانستان دولت له لوري د عملي میکانیزمونو طرحې په ځانګړي توګه د لوړو زده کړو سکتور په پوهنتونونو او اکاډمیکو بنسټونو کې د علمي مرکزونو تلپاتې پراختیا لپاره (SDGs) 2030 د زمینې برابرول، د لوړو زده کړو وزارت له لوري د هیواد د متخصصینو لپاره په ټکنالوژيکي محدودیتونو په هکله د مطالعاتو تر سره کول او د دې مهم د مطالعې لپاره د سپیکا (SPECA) حوزې هیوادونو کې عملیاتي پلان ترتیب، چې د افغانستان په ګډون اوه هیوادونه اذربایجان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ګډون لري او د لوړو زده زده کړو وزارت او په نورو هیوادونو او نړۍ والو ادارو کې د هیواد سیاسي استازولي هڅه کوي تر څو نړۍ والو کنفرانسونو په معیارونو برابر استازي وټاکي، چې کولای شي د هیواد د مختلفو سکتورونو غوښټنې او نظرونه له دې کنفرانسونو څخه د یوې اړتیا په توګه اغېزمنه ګټه پورته کړي، وړاندیز کړی دی او هیله مند دي، چې د هیواد د رهبري له لوري د پاملرنې وړ وګرځي.

پدې ناسته کې، چې «د لږ پرمختګ هیوادونو د علومو او ساینس آکاډميو د پراختیا په موخه د تلپاتې پراختیا اجنډا څخه ملاتړ (SDGs2030)» د ملګرو ملتونو له یادو بنسټونو له لوري جوړه شوې د افغانستان د اکاډمیکې ټولنې د استازو سربېره د شلو لږې پراختیا کوونکو هیوادونو (LDCs) استازو هم ګډون کړی وو او د موضوع اړوند یې خپل نظریات وړاندې کړل.

د ملګرو ملتونو د پراختیا کمېټې د شمېرو پربنسټ اوس ۴۷ هیوادونه، چې تقریبآ د نړۍ یو ملیارد نفوس جوړوي د لږې پراختیا هیوادونو (LDCs) له ډلې څخه دي. دا هیواد د نړۍ ۱۳ سلنه نفوس جوړوي یواځې ۱.۲٪ ناخالصه داخلي تولید او یواځې ۱٪ نړۍ وال تولیدات صادروي او حد اقل د دې هیوادونو ۵۰٪ نفوس په شدید فقر کې ژوند کوي، چې تر سره شوو څېړنو ته په کتو د دې بېوزلي عمده دلایل د تولید کیفیت او د ګمارنې ټیټه کچه ښوول شوې ده. د دې هیوادونو لویې ستونزې د سرچینو نابرابري کې د دیموګرافیک وضعیت څرنګوالی، دوامداره شدید فقر او د ښاري ژوند نا مناسبه پراختیا او نورې ستونزې یادې شوې دي. همدارنګه وړاندوینه کيږي، چې د دې هیوادونو نفوس به تر ۲۰۵۰ پورې دوه برابره زیات شي.