د کابل پوهنتون رئیس د «مرحوم عبدالهادي داوي د شخصیت او کارنامو څخه د یادونې په نړۍ وال سیمنار» کې ګډون او وینا وکړه

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د «مرحوم عبدالهادي داوي د شخصیت او کارنامو څخه د یادونې په نړۍ وال سیمنار»، چې د بهرنیو چارو وزارت د ستوري په قصر کې د سلواغې میاشتې په ۱ او ۲ نېټه د دوه ورځو لپاره جوړ شوی وو ګډون وکړ او د دې سیمنار په دوهمه ورځ یې د علمي پنل ریاست په غاړه درلود.

ښاغلي فاروقي د دې پنل په پیل کې خبرې وکړې او د عبدالهادي داوي د سیمنار د جوړوونکو څخه د مننې ترڅنګ یې هغه یو روڼ اندی، مبارز، لیکوال، شاعر او همدارنګه یې یو تکړه مبارز او د مشروطه غوښتونکي نهضت له اتلانو څخه یاد کړ، چې د هیواد په دوه ژبو یې لیکل کول. همدارنګه د سراج الاخبار په خپرونه او وروسته د هغې د مسوول په توګه د افغان امان په جریده کې په ځلونه د هیواد د دې کلتوري شخصیت لیکنې چاپ شوي دي.

همدارنګه د کابل پوهنتون رییس د داوي د شعرونو او اثارو، د افغانستان په معاصرې ديپلوماسي د داوي رول، د هغه رول د هیواد په اقتصادي مسایلو او قانون جوړونه کې او له محمود طرزي سره د نوړوي په جماعت هم خبرې وکړې او په دوام یې بحث د پنل نورو شپږو استادانو او څېړونکو ته، چې د داوي د شخصت د مختلفو اړخونو په هکله یې مقالې او څېړنې کړې د سیمنار له ګډونوالو سره شریکې کړې، چې هر یو په اړوندو موضوعاتو لکه: په سراج الاخبار او امان افغان کې د داوي رول، قانون جوړونه، د مرحوم داوي شعر بحث، داوي او محمود طرزي، داوي او پښتو معاصر شعر په هکله خبرې وکړې.

دا سیمنار د دوه ورځو لپاره د استادانو، څېړنوکو، ديپلوماټانو، سیاسي رهبرانو او د وزارت خونو او دولتي بنسټونو سیاسي شخصیتونو، د علومو اکاډمي، د کابل پوهنتون، د ولسمشري ماڼۍ سلاکارانو، د مشرانو جرګې مرستیال او یو شمېر غړو، په کابل کې د تاجکستان سفیر او د هیواد د کلتوري پېژندل شوو شخصیتونو په ګډون د بهرنیو چارو وزارت د ستوري په قصر کې جوړ شوی وو، چې د ګډون کوونکو له لوري د مرحوم عبدالهادي داوي د کارنامو اړوند تر هر اړخیزو خبرو وروسته ګډون کوونکو په درې پنلونو کې د دې نړۍ وال سیمنار علمي ناستې به لړ کې د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماټیک ارشیف رییس دوکتور عبدالغفور ارزو تالیف «نقش عبدالهادی داوی در دو بزنگاه تاریخی» کړی وو هم مخکتنه وشوه او همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسي انسټیټیوټ کتابتون هم د «د عبدالهادي داوي کتابتون» په نوم ونومول شوه او یاد سیمنار د چهار شنبې په ورځ د سلواغې میاشتې په دوهمه نېټه د غرمې په یوه بجه د کابل پوهنتون د استاد پوهاند عصمت الله عثماني له لوري د دې سیمنار د ویناوو او بحثونو لنډیز وړاندې او څېړونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.