په کابل کې د ایران اسلامي جمهوری دولت سفیر د کابل پوهنتون له رییس سره وکتل

    

په کابل کې د ایران اسلامي جمهوری دولت نوي ګمارل شوي سفیر ښاغلي داکتر امینیان او د دې سفارت مستشار ښاغلي مهدي کریمي د کابل پوهنتون ريیس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي سره وکتل او دواړو لورو په اړوندو موضوعاتو خبرې وکړې.

دا لیدنه، چې د روان کال د مرغومي میاشتې په ۲۳ نېټه د کابل پوهنتون ریاست کې تر سره شوه، په پیل کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي کابل پوهنتون ته د ښاغلي امینیان او مل پلاوي راتګ ته ښه راغلاست وویل او په کابل کې یې د نوموړي د سفیر په توګه د ګمارنې مبارکي تر څنګ یې د ایران هیواد د افغانستان سیمه ییز سټراټیژیک ملګری او دوست وباله. ښاغلي فاروقي وویل، افغانستان او ایران په مختلفو برخو لکه: علمي، کلتوري، اقتصادي، سیاسي او ... کې زیات مشترکات او اړیکې لري او همدارنګه یې په کابل کې د ایران اسلامي دولت سفارت د ارزښتي برنامو د پیاوړتیا او پراختیايي برخه کې د ایران کلتوري چارواکو او اکاډمیکو بنسټونو او کابل پوهنتون ترمنځ یې هڅو ستاینه وکړه او هیله یې وښوده، چې ښآغلی امینیان د دې اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې اړینې هڅې وکړي.

وروسته ښاغلي امینیان له پدې لیدنه او کابل پوهنتون سره په اشنايي خوښي وښوده، دواړه هیوادونه ایران او افغانستان په جغرافیوي، تاریخي، اقتصادي، سیاسي، کلتوري او ... لحاظ زیاتو مشترکاتو درلودونکي وبلل او ویې ویل، چې د کابل پوهنتون د دې اړیکو په ساتنه کې اغېزمن رول درلود، چې د دواړو هیوادونو ملتونه هم پدې مشترکاتو کې شریک دي او دا ملتونه د ډول- ډول اړیکو (پیوندونو) درلودونکي دي. ښآغلي امینیان په خپلو خبرو کې د ایران پوهنتونونو د بالقوه علمي تجربو یادونه وکړه او وړاندیز یې وکړ تر څو د کابل پوهنتون د ایران له پوهنتونونو سره هم د علمي او کلتوري امکاناتو په شریکونې کې تآمل وکړي.

د دې لیدنې په لړ کې دواړو لورو: د کابل پوهنتون د پوهنځیو او ایران هیواد د پوهنتونونو تر منځ د علمي اړیکو جوړول، د زیاتو زده کړو په موخه د ایران پوهنتونونو ته د کابل پوهنتون د استادانو او محصلینو استول، کابل پوهنتون ته د ایران معتبره پوهنتوني کتابونو استول او تر لاسه کول او همدارنګه په دې پوهنتون کې د کتاب لوی نندارتون جوړول او د کلتوري برنامو لکه د غزل شپه او ... نورو برنامو پلي کېدو او په تر سره کېدو تاکید وکړ.  

افغانستان او ایران د دوه ګاونډیو هیوادونو په توګه د زیاتې پولې او همدارنګه په مختلفو برخو کې د ډول- ډول کلتوري، ټولنیزو، اقتصادي او دیني مشترکاتو په لرلو له یو بل سره اړیکې لري، چې پدې وروستیو کلونو کې یې مهمه هغه یې علمي اړیکه وه او کابل پوهنتون د یو علمي لوی بنسټ په توګه د دې مهمې اړیکې په جوړولو کې یې د پام وړ او اغېز من رول درلود.