د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي محصلینو د فراغت جشن غونډه د دې پوهنتون په مرکزي ایډیټوریم کې جوړه شوه

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي د فزیک څانګې د ۷۶ تنو محصلینو د فراغت غونډه د روان کال د مرغومي میاشتې په ۲۱ نېټه د شنبې په ورځ د دې پوهنتون په مرکزي دیډیټوریم کې جوړه شوه.

دا برنامه د کابل پوهنتون د رییس او محصلینو چارو مرستیال، د فزیک پوهنځي رییس په ګډون د یو شمېر پوهنځيو رییسانو، یو شمېر استادانو، فارغینو او د دوی کورنیو د غړو په ګډون جوړه شوه.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر پدې برنامه کې، چې د دې پوهنتون د محصلینو د اتحادیې، کلتوري شورا او د فزیک څانګې د محصلینو له لوري جوړه شوې وې په پیل کې پوهنتون ته د ټولو میلمنو راتګ ته یې ښه راغلاست تر څنګ یې یاده فراغت غونډه تر هرې غونډه زیاته مبارکه یاده کړه او د دې په جوړېدو یې خوښي وښوده او دواړه غونډې یې د کابل پوهنتون علمي کورنۍ ته لوی ویاړ وباله. ښاغلي فاروقي وویل دې محصلینو څو کلن زحمت په ګاللو سره نن د هیواد یو د باور وړ سندونو څخه تر لاسه کوي او هیله یې وښوده، چې د دې امتیاز تر لاسه کولو سره د هیواد او هیوادوالو لپاره ريښتينی مسوولیت په غاړه واخلي او د هیواد محروم قشر اساسي هیلې او غوښتنې په پوره کولو کې ورڅخه زیاته ګټه پورته کړي.

 ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په پای کې د کابل پوهنتون هڅې، چې د هیواد ځوانانو لپاره تحصیلي فرصتونو په برخه کې کوي ورڅخه یادونه وکړه او همدارنګه د ماسټري ۱۷ برنامې او دوه د دوکتورا برنامو څخه یادونه او د دې بنسټ د رهبري هئیت لوړې علمي موخو ترڅنګ یې د فراغت جشن مبارکي یې دوی او د دوی کورنیو او د هیواد د ساینس او فزیک سکتور بنسټونو ته وویله او دا  یې په یاده برخه کې یو نیک اتفاق وباله. نوموړي همدارنګه محصلین او فارغین زمونږ د ټولنې اړتیا او د دوی مسوولیت د عدالت تامین، له فساد سره مبارزه، یو بل منل، هیواد او خلکو ته ريښتيني خدمت کول یاد کړل.

د فزیک پوهنځي رییس ښاغلي پوهاند زلمي احمدزي هم د ویناوال په توګه د ښه راغلاست تر څنګ یې د تدریس په برخه کې د دې پوهنځي د استادانو هڅو او زحمتونو څخه ستاینه وکړه، په نړۍ کې د فزیک او ریاضیاتو په برخه کې زیات بدلون راغلی او له بل لوري پدې برخه کې د هیواد غیر مطلوب پراختیا ته د اشارې ترڅنګ یې د دوی  فراغت یې هیوادوالو او اړوند علمي سکتور ته مبارکي ووایه او هیله یې وښوده، چې دوی وکولای شي د هیواد په کچه د رشد لپاره د زیاتې زمینې د برابرېدو په برخه کې ګټور او اغېزمن واقع شي.

په پای کې د کابل پوهنتون د محصلینو د اتحادیې رییس او د فارغینو په استازیتوب یو تن په هیواد کې د محصلینو په رول او د کابل پوهنتون رهبري هئیت او استادانو څخه یې مننه وکړه.

دا برنامه د تصدیق لیکونو پر ورکړه او د فاغینو د کورنیو او دوستانو له لوري د ګل او ډالیو په ورکولو سره د ماسپښین په ۱ بجه پایته ورسېده.