د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د کولمبو پلان بنسټ له مسوول سره ولیدل

د روان کال د مرغومي میاشتې په ۱۸ نېټه د کولمبو پلان اجرئیوي مسوول ښاغلي محمد ایوبي کابل پوهنتون ته په راتګ د کابل پوهنتون له رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي په داسې حال کې، چې د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي رییس ښاغلي پوهنوال ستارالدین صدیقي او د یاد پوهنځي یو شمېر استادانو شتون درلود، په یو شمېر اړوندو موضوعاتو یې خبرې وکړې.  

ښاغلي محمد ایوبي په پیل کې د کابل پوهنتون له مسوولینو سره د لیدنې د زمینې په برابرېدو خوښي وښوده او د خپلو کارونو په هکله یې لنډ معلومات وړاندې کړل او د کابل پوهنتون او کولمبو پلان تر منځ د تېرو همکاریو او د دې همکاریو په دوام او د نویو ګډو برنامو څخه یې یادونه وکړه. نوموړي وویل، کولمبو پلان خوښ دی تر څو د دې دواړو بنسټونو تر منځ په همدې ډول همکاريو د دوام ترڅنګ پراختیا ومومي او د دې بنسټ له لوري په نشه یي توکو روږدو کسانو د درملنې او همدارنګه په نشه يي توکو د روږدو کسانو له لوري د نشه يي توکو د غوښتنې کموالي په برخه کې د فیلوشیپ یو کلنې برنامې څخه خبر ورکړ، چې د کابل پوهنتون د رییس او د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي د رییس د پاملرنې وړ وګرځېد.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د دواړو بنسټونو کابل پوهنتون او کولمبو پلان تر منځ د همکاریو د پلي کېدو څخه د مننې ترڅنګ یې د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي ریاست ته لارښوونه وکړه تر څو د دې یو کلن فیلوشیپ په هکله د اړتیا ارزونه وکړي او له دې څخه د سمې ګټې اخیستنې زمینه برابره کړي او همدارنګه یې د کولمبو پلان له مسوول څخه وغوښتل تر څو دا بهیر په سمه توګه پلی او یادې برنامې ته چټکتیا ورکړي.

کابل پوهنتون له کولمبو پلان بنسټ سره د استادانو او محصلینو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د همکاریو هوکړه لیک لري، چې تر اوسه پورې پدې توانېدلي، چې په مختلفو برخو کې د هند، عربي اماراتو او سریلانکا هیوادونو کې د استادانو لپاره لنډ مهاله ښوونېزې برنامې جوړې کړي دي.