د کابل پوهنتون رییس په ۲۰۲۴ کال کې کابل ښار د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمينې په توګه د تیاریو کمیسیون په لومړی ناسته کې ګډون وکړ

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي د روان کال د مرغومي په ۲۳ نېټه د دوشنبې په ورځ په ۲۰۲۴ کال کې کابل ښار د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمېنې په توګه د کابل ښار په سمه او غوره توګه د پېژندنې په موخه د تیاریو کمیسیون په لومړی ناسته کې ګډون وکړ او د کمیسیون په ټاکلې اجنډا، کاري پلان او د طرزالعمل په طرحې یې خپل نظر د ناستې له غړو سره شریک کړ.

په ۲۰۲۴ کال کې کابل ښار د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمينې په توګه د سمې پېژندنې په توګه د تیاریو په عالي کمیسیون کې د کابل پوهنتون ریاست په ګډون د ۲۱ وزارت خونو، دولتي ادارو او نړۍ والو بنسټونو په ګډون او د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ریاست او د ولسمشري ماڼۍ د ۱۳۹۸/ ۳/ ۲۰ نېټې د فرمان پربنسټ د ۲۰۲۴ کال لپاره د کابل ښار د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمينې په توګه د ښې پېژندنې د مختلفو اړخونو د څېړنې په موخه اړتیاوې او کاري تدارکات  او همدارنګه د کابل ښار د ښې پېژندنې په موخه جوړ شوی دی، چې د دې کمیسیون لومړی ناسته د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د کابل چهلستون باغ په قصر کې جوړه او د افغانستان د اسلامي دولت د جلالتمآب رییس د فرمان په لوستلو او د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرستې اغلې حسینې ساپۍ په بیانیه سره پیل او وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د حقوقي سلاکار له لوري د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمېنې په هکله مالومات وړاندې کړل او د دې کمیسیون د غړو تر منځ د دې کمیسیون په طرزالعمل، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په کاري پلان هر اړخیز خبرې او نظرونه شریک شول.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د څېړنې په برخه کې زمونږ د مسلمان ملت د لوی ارمان د پوره کېدو په برخه کې د کابل پوهنتون د علمي او کلتوري بنسټ له تواناييو څخه د ګټه اخیستو اماده ګي ښودو وړاندیز یې یادې ناستې ته وړاندې کړ، چې د ټولو حاضرو غړو د تائید او منلو وړ وګرځېد.

په پام کې ده د یونسکو کلتوري ادارې له لوري په ۲۰۲۴ کال کابل ښار د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمينې په توګه وپېژندل شي، چې تر دې پخوا په  ۲۰۱۲ کال غزني ولایت هم پدې نوم نومول شوی وو.