د کابل پوهنتون د مسلکی پرمختیا مرکز نوي آمر معرفي شو

د کابل پوهنتون د مسلکی پرمختیا «PDC» نوي آمر د روان کال د مرغومي میاشتې په ۱۸ نېټه د کابل پوهنتون د رییس، د دې پوهنتون مرستیالانو، د چاپېریال ساتنې پوهنځي یو شمېر استادانو او د کابل پوهنتون د بشري منابعو امر په شتون کې معرفي او خپل کار یې پیل کړ.

د اروا پوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي استادې اغلي پوهنیارې روحینا ظفري، چې په یاد پوهنځي کې تدریس کوي د کابل پوهنتون ریاست په وړاندیز او د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست له لوري د دې امریت د امرې په توګه د ګمارنې حکم وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي له لوري، چې د دې پوهنتون د علمي چارو او مالي او اداري مرستیالانو او یو شمېر استادانو او کارمندانو یې ملتیا کوله همکارانو ته وروپېژندل شوه.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د کابل پوهنتون د استادانو له کارونو او په مختلفو برخو کې یې د دوی له مسوولیت منلو څخه د مننې تر څنګ یې د مسلکی پرمختیا مرکز رامنځته کول یې د کابل پوهنتون کورنۍ او استادې روحینا ظفري د دې مرکز د آمر او مسوولې په توګه د معرفي مبارکي وویله. نوموړي د دې مرکز جوړېدل د کابل پوهنتون د استادانو د بالقوه وړتیاوو د پراختیا په برخه کې د اهمیت وړ وباله او د برنامې حاضرینو او د دې پوهنتون له ټولو استادانو څخه یې وغوښتل تر څو د خپلو تخصصي وړوتیاوو د لوړولو برنامو کې برخه واخلي، د دې مرکز له لوري به جوړي شي او د دې فعالیتونو په پراختیا او دوام کې اغېزمن او مسوولانه رول تر سره کړي. ښاغلي فاروقي د دې آمریت له سرپرست څخه یې وغوښتل تر څو ټولې تخصصي وړتیاوې او توانايي د دې مرکز د برنامو په پلي کولو کې وکاروي او اجازه ورکړي تر څو د پوهنتون د استادانو لازم تخصصي او لازمو مهارتونو د کیفي ظرفیتونو لوړولو زمینه برابره کړي.

د نورو مرکزونو تر څنګ دا مرکز نوی د کابل پوهنتون په تشکیلاتي جوړښت کې د دې پوهنتون د استادانو د تخصصي مهارتونو د پرمختیا په موخه جوړ شوی او هیله کیږي، چې د کابل پوهنتون استادان له دې لارې وکولای شي خپل مهارتونه لا زیات کړي.