د کابل پوهنتون په مرکزي ایډیټوریم کې د دې پوهنتون د شرعیاتو او ادبیاتو پوهنځيو د محصلینو فراغت غونډه جوړه شوه

   د کابل پوهنتون د شرعیاتو او ادبیاتو پوهنځيو د محصلینو فراغت غونډه هره یوه په خپل وار سره یوه د سهار په ۹ بجو او دوهمه هغه یې د ماسپښین په ۱ بجه د روان کال د مرغومي میاشتې په ۱۶ نېټه د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر، د کابل پوهنتون د مرستیالانو، د یو شمېر پوهنځيو رییسانو، یوشمېر استادانو، د کابل پوهنتون د شرعیاتو او ادبیاتو پوهنځیو د فارغینو او د دوی د کورنیو په ګډون د دې پوهنتون په مرکزي ایډیټوریم کې جوړې شوې.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر پدې برنامه کې، چې د دې پوهنتون د محصلینو د اتحادیې، کلتوري شورا او د یادو څانګو د محصلینو له لوري جوړه شوې وو په پیل کې پوهنتون ته د ټولو میلمنو راتګ ته یې ښه راغلاست تر څنګ یې یاده فراغت غونډه تر هرې غونډه زیاته مبارکه یاده کړه او د دې په جوړېدو یې خوښي وښوده او دواړه غونډې یې د کابل پوهنتون علمي کورنۍ ته لوی ویاړ وباله. ښاغلي فاروقي وویل دې محصلینو څو کلن زحمت په ګاللو سره نن د هیواد یو د باور وړ سندونو څخه تر لاسه کوي او هیله یې وښوده، چې د دې امتیاز تر لاسه کولو سره د هیواد او هیوادوالو لپاره ريښتينی مسوولیت په غاړه واخلي او د هیواد محروم قشر اساسي هیلې او غوښتنې په پوره کولو کې ورڅخه زیاته ګټه پورته کړي.

ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په پای کې د کابل پوهنتون هڅې، چې د هیواد ځوانانو لپاره تحصیلي فرصتونو په برخه کې کوي ورڅخه یادونه وکړه او همدارنګه د ماسټري ۱۷ برنامې او دوه د دوکتورا برنامو څخه یادونه او د دې بنسټ د رهبري هئیت لوړې علمي موخو ترڅنګ یې د فراغت جشن مبارکي یې دوی او د دوی کورنیو او د علم او ادب سکتور او په هیواد کې یې د دين او شرع مسوولو بنسټونو ته وویله او دا  یې په یاده برخه کې یو نیک اتفاق وباله. نوموړي همدارنګه محصلین او فارغین زمونږ د ټولنې اړتیا او د دوی مسوولیت د عدالت تامین، له فساد سره مبارزه، یو بل منل، هیواد او خلکو ته ريښتيني خدمت کول یاد کړل.

د دې برنامې یو شمېر نورو ګډون کوونکو هم خبرې وکړي او هر یو په خپل وار سره یادو محصلینو، د دوی کورنیو او کابل پوهنتون ته مبارکي ورکړه او په ټولنه کې د دوی په ريښیتني رول باندې یې تاکید وکړ.

هر کال د کابل پوهنتون له مختلفو څانګو څخه تر ۵۰۰۰ څخه زیات محصلین فارغیږي، چې د دوی د خوښې پر بنسټ د دوی له ډلې څخه یو شمېر یې د کابل پوهنتون په مرکزي ایډیټوریم کې خپلې فراغت غونډې جوړوي او یو شمېر نور یې بیا تر پوهنتون د باندې نورو ځایونو کې د خپل فراغت څخه نمانځنه کوي. په وروستیو کلنو کې د فارغینو اقتصادي ستونزو ته په کتو او نورو ټولنیزو ستونزو پر بنسټ هڅه کړې تر څو یادو غونډو جوړېدو زمینه او د پوهنځیو د ممتازو فارغینو لویې ستاین غونډې، چې د پوهنتون د ادارې له لوري په رسمي ډول د فارغینو لپاره جوړيږي؛ د ټولو پوهنځیو لپاره میسرې کړي، چې د پوهنتون دا کار د فارغینو او د دوی د کورنیو د ستاینې وړ ګرځېدلي دي.