د کابل پوهنتون رئیس په کابل پوهنتون کی د دري ژبو او ادبیاتو څانګې د دوکتورا ټولګیو ایراني میلمنو او استادانو څخه ستاینه وکړه

د کابل پوهنتون رییس او رهبري هئیت د کابل پوهنتون د دري ژبې او ادبیاتو دوکتورا ټولګیو دوه اوونیزې دورې ایراني مدرسینو څخه ستاینه وکړه.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي د کابل پوهنتون د مرستیالانو، د پوهنځیو رییسانو، د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو، د ولسشمري ماڼۍ او لویې څارنوالي دوه سلاکارانو په ګډون د تهران د علامه طباطبايي پوهنتون استاد دوکتور حسین پاینده او د مشهد د فردوسي پوهنتون استاد ښاغلي دوکتور حامد اکبرپور او د اسلامي ازاد پوهنتون استاد حکمت یاماني، چې د دوه اونیو په موخه د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو دري څانګې د دوکتورا دورې محصلینو لپاره دوه اونیز تدریس وکړ د ستاینلیکونو په ورکړه یې ترې مننه وکړه.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي پدې غونډه کې، چې د روان کال د مرغومي میاشتې په ۱۲ نېټه د پنجشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د علمي شورا په تالار کې جوړه شوې وه خبرې وکړې او په پیل کې یې کابل پوهنتون د یادو استادانو راتګ او پدې غونډه کې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د دواړو افغانستان او ایران هیوادونو ترمنځ ډول – ډول مشترکاتو څخه یادونه وکړه، د دواړو هیوادونو ترمنځ یې علمي او کلتوري اړیکي نېکې یادې کړې او په کابل پوهنتون کې یې د دې استادانو په شتون افغان محصلینو د تدریس په برخه کې زیار وویست او د دې پوهنتون د تدریس په برخه کې د کمیو په له منځه وړلو یې خوښي وښوده. نوموړي وویل افغانستان او ایران دوه ګاونډیان، چې د یو بل له مثبتو او منفي اتفاقاتو څخه اغېزمنیږي او د دواړو هیوادو تر منځ اړیکې او په ځانګړي توګه د علم او کلتور په برخه کې تل همکاریو پراختیا او دوام او د علمي برخې مشران مو علمي پانګې له طرفینو څخه و نسپموي او له دې استادانو څخه یې مننه وکړه او د علمي او کلتوري همکاریو په دوام یې تاکید وکړ. د یادونې وړ ده، چې ښاغلي فاروقي د تدریس په جریان کې، چې د دې استادانو ټولګیو ته ورته هم خبرې وکړې او د هیله یې وښوده، چې کابل پوهنتون هم په نورو برخو په ځانګړې توګه په نژدې راتلونکي کې وکولای شي د ایران علمي او اکاډمیکو بنسټونو سره د دري او پښتو ادبیاتو په برخه کې همکاري وکړي.

وروسته د تهران د علامه طباطبايي پوهنتون استاد دوکتور حسین پاینده خبرې وکړې او د کابل پوهنتون مسوولینو له کوربتوب څخه یې د مننې ترڅنګ یې پدې پوهنتون کې په خپل شتون او د افغانستان د علم او کلتور له خاوندانو او د کابل پوهنتون د دوکتورا دورې محصلینو ته یې په خپل تدریس خوښی وښوده او دا یې یوه ګټوره تجربه او د افغان محصلیو لپاره یې یو ناقابل زحمت عنوان کړ. ښاغلي دوکتور پاینده د خبرو په لړ کې د دواړو هیوادونو ترمنځ په کلتوري، علمي، تاریخي او نیکو اړیکو تاکید وکړ له کابل پوهنتون څخه یې وغوښتل تر څو د ایران په پوهنتونونو کې د دري او پښتو ژبو تشې ډکې کړي او استادان او پوهان د دې رشتې د تدریس په موخه د ایران هیواد ته واستوي، چې د کابل پوهنتون لپاره هم د منلو وړ وي.

د دې برنامې په پای کې، چې د کابل پوهنتون ریاست له لوري ترتیب شوي وې د کابل پوهنتون د رییس ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي له لوري ښاغلي دوکتور حسین پاینده، ښاغلي دوکتور حامد اکبرپور او ښاغلي استاد حکمت يامان، چې پدې برخه کې یې همکاري کړې وه ورکړېل شوې او برنامه د خیر د دعا په کولو سره پایته ورسېده.

د یادونې وړ ده، چې یاد استادان د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د دري څانګې په غوښتنه او خپل لګښت په داوطلبه توګه د ژبې په برخه د اکاډمیکو برنامو د پرمخ وړلو په موخه د دوکتورا کچې، چې د دې اکاډمیکې مرحلې د درسي نصاب اړتیا ده تېره اونۍ کابل ته راغلي وو.