د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو د فراغت غونډې جشن د دې پوهنتون په مرکزي ایډیټوریم کې جوړ شو

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو د فراغت جشن د روان کال د مرغومې میاشتې په ۱۱ نېټه د پنجشنبې په ورځ د دې پوهنتون په مرکزي ایډیټوریم کې جوړ شو.

پدې برنامه کې د کابل پوهنتون رییس او مرستیالانو، د پوهنځيو رییسانو، د ولسي او مشرانو جرګې یو شمېر یو شمېر استازو، د ولسمشري ماڼۍ یو شمېر سلاکارانو، محصلینو او د دوی درنو کورنیو په ګډون جوړه شوې او له ویناوو، موسیقي او فراغت لیکونو ورکړه هم ورسره مله وه.

د حقوقو محصلینو پدې برنامه کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي په پیل کې ټولو میلمنو ته کابل پوهنتون ته ښه راغلاست وویل، د فراغت جشن یې تر هر جشن څخه «زیات مبارک» یاد کړ او د دې په جوړولو یې خوښي وښوده او دا یې د کابل پوهنتون علمي کورنۍ ته «لوی ویاړ» یاد کړ. ښاغلي فاروقي وویل یادو محصلینو، چې څو کاله زحمت وویست اوس د هیواد یو له اعتبار ترینو سندونو څخه تر لاسه کوي او هیله یې وښوده، چې د دې امتیاز تر لاسه کولو سره د هیواد او هیوادوالو لپاره ريښتينی مسوولیت په غاړه واخلي او د هیواد محروم قشر اساسي هیلې او غوښتنې په پوره کولو کې ورڅخه زیاته ګټه پورته کړي.

ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په پای کې د هیواد د ولسمشر د یو اکاډمیک شخص په توګه او د هیواد د لوړو زده کړو وزارت علمي چارو او برنامو ته او د کابل پوهنتون له هڅو په څانګړي توګه د هیواد ځوانانو لپاره تحصیلي فرصتونو څخه یادونه وکړه او همدارنګه د ماسټري ۱۷ برنامې او دوه د دوکتورا برنامو څخه هم یادونه وکړه. د دې بنسټ رهبري هئیت لوړو علمي موخو د تحقق د هیلو پوره کولو ترڅنګ یې د جشن د فراغت مبارکي یې دوی او د دوی کورنیو او د هیواد عدلي او قضايي سکتور او د قانون د تنفیذ مسوولو ادارو ته ورکړه او دا یې د عدالت او قانونیت په برخه کې نېک ګام یاد کړ. نوموړي همدارنګه محصلین او فارغین زمونږ د ټولنې اړتیا او د دوی مسوولیت د عدالت تامین، له فساد سره مبارزه او هیواد او خلکو ته ريښتيني خدمت کول یاد کړل.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رییس اغلې مېرمن نورجهان د دې برنامې د ویناوالې په توګه په پیل کې ټولو ګډونوالو ته یې ښه راغلاست وویل او په صادقانه ډول یې د دې پوهنځي استادانو زحمتونه وستایل او زیاته یې کړه له یو لوري د حقوقي علومو په برخه کې د پام وړ بدلونونه او له لومړنیو حقونو څخه د زیات شمېر هیوادوالو محرومیت د سمون په برخه کې یې هیوادوالو او د هیواد قضايي سکتور ته مبارک ووایه او هیله یې وښوده، چې دوی وکولای شي د هیوا په کچه د وګړو لپاره د نظم او عدالت په پلي کېدو ګټور واقع شي.

وروسته هر یو د مشرانو جرګې دویم مرستیال ښاغلي محمد صدیق صدیقي، له فساد سره د مبارزې په برخه کې د لوی څارنوالي مرستیال ښاغلي عبدالحق احمدي، د ولسمشري ماڼۍ مرستیالانو ښاغلو قمرالدین شینواري او اعتبار خان ځدران، د ولسمشري ماڼۍ د کلتوري چارو رییس ښاغلي میاګل وثیق، د ولسشي جرګې د معارف او لوړو زده کړو کمیسیون غړي ښاغلي عمر صمد مجددي، د سولې نړۍ والې ادارې سلاکار محمد اسماعیل منګل او د دې دورې د فارغینو په استازیتوب احمد فرهاد میرخیل د محصلینو د فراغت او د محصلینو د مسوولیتونو او په هیواد کې د هغوی د رول او د کابل پوهنتون د رهبري او استادانو په هکله خبرې وکړې.

دا برنامه فارغینو ته د بري لیکونو، ګل او ډالیو پر وکړه د ماسپښين په ۱ بجه پای ته ورسېده.