د کابل پوهنتون مسوولینو د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست او د دې وزارت مرکزي ادارو له مسوولینو سره ناسته وکړه

د کابل پوهنتون مسوولینو د کابل پوهنتون د رييس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، مالي او اداري مرستیال، د لیلیې مسوولینو او د ذکورو او اناثو لیلیې استازو د روان کال د مرغومي په ۱۴ نېټه د شنبې په ورځ د لوړو زده وزارت علمي مرستیال او سرپرست، د محصلینو چارو مرستیال او د مرکزي ادارو یو شمېر رییسانو سره د دې پوهنتون د لیلیې د وضعیت د ښه والي په موخه او پدې لیلیه کې د شاملو محصلینو د معقولې غوښتنې په هکله غونډه وکړه.  

په پیل کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست څخه د دې ناستې د جوړېدو په هکله مننه وکړه او په ټولنیزو رسنیو کې د کابل پوهنتون د لیلیې اړوندو مسایلو په اشاره او د دې لیلیې د غوره خدمتونه د وړاندې کولو په وړاندې ننګونې او له بل لوري په تشکیلاتي برخه کې پدې لیلیې کې د اوسېدونکو محصلینو د اړتیا او د نورو غوره خدماتو د وړاندې کولو تاکید او له نورو تخنیکي ستونزو څخه یادونه وشوه. نوموړي د لوړو زده کړو وزارت څخه وغوښتل  ترڅو د محصلینو د اړتیاوو د پوره کولو د امکاناتو د زمینې برابرول او د هغوی معقولې غوښتنو ته پاملرنه وکړي او په لیلیه کې د اوسېدونکو محصلینو لپاره د مناسب تشکیل رامنځته کول او پدې لیلیو کې د غوره خدمتونو په موخه په ځانګړې توګه د نجونو په لیلیه کې د زیاتو کارکوونکو په دندو ګمارل تر څو د دې محصلینو معقولو غوښتنو ته چټکه رسېدنه وشي.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د لیلیې د مسوولینو او د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي اداري رییسانو له د راپور، ستونزو او محدودیتونو تر اورېدو وروسته پدې ناسته کې خبرې وکړې او لیلیه یې د محصلینو د کور په توګه یاده کړه او باید د هغوی د فکري او فیزیکي ارامي او په سمه توګه د علم او پوهې د تر لاسه کولو په موخه هغوی ته لازم امکانات او اسانتیاوې برابرې شي. ښاغلي بالاکرزي د لیلیې د څرنګوالي په موخه د لیلیې د وضعیت په هکله د دې لیلیې د مسوولینو ګزارش او همدارنګه پدې لیلیه کې د محصلینو استازو وړاندزیونه او غوښتنې واورېده او په کلتوري او لوبو برنامو په لاره اچولو یې تاکید وکړ او اسلامي، افغاني کلتوري ارزښتونو، مصئونیت او امنیت یې له جدي اړتیاوو څخه وشمېره، چې باید په لیلیو کې پر هغو زیات تمرکز وشي. نوموړي د نجونو لیلیه کې د ښځینو کارمندانو د ګمارنې د غوښتنې په موخه اړوندو ریاستونو ته لارښوونه وکړه تر څو د ټولو امکاناتو په نظر کې نیولو سره، په مختلفو برخو اعاشه، اباته، لوبې، د مطالعې تالار، کانتین، انټرنټ او لومړنۍ روغتیايي مرستو په برخه کې د دې محصلینو اړتیاوې پوره کړي او په لیلیه کې د همیشني مدیریت په موخه د نظم او ډیسپلین ځانګړي کړنلارې جوړې شي.

په پای کې د لوړو زده کړو وزارت لارښوونه وکړه ترڅو یو د محصلینو استازو، رییسانو او اړوندو ادارو مسوولینو په ګډون د لوړو زده کړو وزارت د اداري او زیربنايي چارو رییس تر ریاست لاندې یو ګډ هئیت جوړ شي او د دې لیلیې وضعیت بیا وڅیړي او د خپلو څېړنو پایله راتلونکي اونۍ د دې جلسې غړو ته وړاندې کړي تر څو شته ننګوونې رفع او د پسرلني سمسټر د محصلینو تر راتګ مخکې لازمې تیاري نیول شوي وي.