د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هیوادونو دوهم علمي کنفرانس کې د کابل پوهنتون استازو ګډون وکړ

د افغانستان په استازیتوب د کابل پوهنتون استادانو، چې د شانګهای د همکاریو سازمان د ناظرو غړو په توګه د دې سازمان د غړو هیوادونو په دوهم علمي کنفرانس کې، چې د ۲۷/۱۱/۲۰۱۹ تر۳/۱۲/۲۰۱۹  د چین هیواد د بیجنګ او شاندونګ په ښارونو کې جوړ شوی وو ګډون وکړ او د دې کنفرانس په رقابتي برنامه کې یې په خپلې برخه اخیستنې سره Excellent Award جایزه د افغانستان لپاره تر لاسه کړ.

د کابل پوهنتون د انجینري پوهنځي دوه تنو استادانو ښاغلي پوهنمل دوکتور محب الله ولي او پوهنیار حمید الله ذاهب پدې کنفرانس کې ګډون، چې اساسي موخه یې د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) غړو هیوادونو د تکنیشنونو له لوري د یو فاز او درې فازه ځیرکه میترونو لګول وو، د کابل پوهنتون له لوري معرفي او پدې کنفرانس کې یې فعاله ګډون درلود.

د دې کنفرانس په څنډو کې د چین هیواد د اړوندو ادارو له لوري ګټور لکچرونه وړاندې شول، چې اساسي محور یې پدې کنفرانس کې د حرفوي کارګرانو ترتیب او تشخیص وو. له هغه ځایه، چې افغانستان د شانګهای د همکاریو سازمان د ناظر په توګه پدې پروګرام کې حضور درلود، یادو استادانو هم د ناظرانو په توګه په رقابتي کنفرانسونو کې ګډون کړی وو. دوی وایې «د برنامو د غوره والي په موخه په کابل پوهنتون کې زمونږ د همکارانو د وړاندیزونو او نظریاتو پربنسټ له نېکمرغه Excellent Award د ګران هیواد په استازیتوب تر لاسه کړ، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او په ځانګړې توګه د کابل پوهنتون لپاره دی».

د دې علمي کنفرانس په لړ کې ګډون کوونکو د چین هیواد دولتي برېښنا شبکې ښوونیزو مرکزونو او تخنیکي امکاناتو څخه لیدنه وکړه، چې له نیکه مرغه د یادې ادارې مسوولینو د کابل پوهنتون د وړاندیز په صورت کې د تخنیکي کارمندانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د دوی د روزنې په برخه کې خپله همکاري اعلان کړه.

افغانستان او چین په مختلفو لکه اقتصادي، کلتوري او علمي برخو کې همکاري لري، د هیواد مهمو بنسټونو څخه هم یو یې، چې د چین خلق حمهوریت سره ډول- ډول علمي اړیکې لري د کابل پوهنتون دی.