د کابل پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

د کابل پوهنتون رهبري شورا نوبتي ناسته په ګڼو موضوعاتو لکه نظم او دیسپلین، د ازموینو بهیر څرنګوالي او د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین هئیت د راتګ په موخه د روان کال جدي میاشتې په ۱ نېټه د دې پوهنتون  علمي شورا د ناستو په تالار کې د دې شورا د غړو په ګډون د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي تر ریاست جوړه شوه.

پدې ناسته کې، چې د یک شنبې په ورځ د سهار په ۹ بجو په یاد تالار کې جوړه او د مني سمسټر د ازموینو بهیر، د پوهنتون نظم او دیسپلین او د کابل پوهنتون د کیفیت تضمین د ارزونې او د دې ملي اکاډمیک بنسټ د باور ساتنې په موخه د لوړو زده کړو وزارت هئیت د راتلو لپاره اماده ګي او په یو شمېر نورو متفرقه موضوعاتو د دې شورا غړو خبرې او نظرونه شریک کړل او په هره یوې یې د دې پوهنتون د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې لازم تصمیمونه ونیول شول او د دې شورا د تصمیم د پلي کولو په موخه اړوندو کمېټو او څانګو ته یې لازمې لارښوونې وکړې. د دې ناستې په اوږدو کې د علمي مرستیال او د دې شورا یو شمېر غړو استادانو په خپل وار سره خپل نظرونه شریک او په خپلو پوهنځيو کې د روان سمسټر په کاري بهیر او لاسته راوړنو د ناستې غړو ته معلومات ورکړل.

دا ناسته د کابل پوهنتون د رهبري شورا د غړو له هر اړخیزو خبرو او مشورو وروسته د یک شنبې په ورځ د غرمې په ۱۲ بجو پای ته ورسېده.