په کابل پوهنتون کې د هندوستان هیواد (ICCR) تحصیلي بورسیو ازموینه واخیستل شوه

د هندوستان هیواد تحصیلي بورسیو (ICCR) ازموینه د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۲۹ نېټه د لوړو زده کړو وزارت، کابل پوهنتون، د ازموینو ملي ادارې او په کابل کې د هندوستان هیواد سفارت چارواکو په شتون کې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون په همکاري د ازموینو ملي ادارې له لوري په دې پوهنتون کې واخیستل شوه.

پدې ازموینه کې د ټول هیواد څخه ۵۳۷۷ په شمېر داوطلبانو ګډون کړی وو، چې له دې ډلې څخه ۱۳۰۶ تنو یې د لسانس، ۳۵۳۲ تنو ماسټري او ۵۳۹ تنو یې دوکتورا برخو کې له یو بل سره سیالي کوله.

په پیل کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د دې ازموینې په پرانیسته کې کابل پوهنتون ته د یادو بنسټونو او ادارو چارواکو راتګ ته ښه راغلاست وویل او د دې رقابتي ازموینې او په کابل پوهنتون کې یې اخیستلو باندې خوښي وښوده. ښاغلي فاروقي د لوړو زده کړو پر وړاندې شته ستونزې او د هیواد په ملي دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د فرصتونو کموالی، د هندوستان هیواد، چې هر کال زمونږ د هیواد ځوانانو لپاره لوړو زده کړو برخو کې زیات فرصتونه برابروي مننه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت په استازيتوب د یاد وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي احمد سیر مهجور خبرې وکړې او په پیل کې چارواکو او محصلینو راتګ ته ښه راغلاست وویل او د کابل پوهنتون او د ازموینو ملي ادارې له همکاري څخه یې د دې رقابتي ازموینې د جوړېدو په هکله مننه وکړه. ښاغلي مهجور د دې ازموینې اخیسته یې د وړ او په شرایطو برابرو کسانو پېژندنه یاده کړه او په پای کې یې ګډون کوونکو ته د بریالیتوب هیله وکړه.

د ازموینو ملي ادارې رییس ښاغلي پوهاند عبدالقدیر خموش پدې برنامه کې د خپلو خبرو په لړ کې د کابل پوهنتون د کوربه توب څخه مننه وکړه او د ازموینو د روڼتیا او د ګډون کوونکو د اسنادو د کتنې بهیر په هکله خبرې وکړې او دوی ته یې د حق حقدار ته رسېدو وعده ورکړه او د بریالیتوب هیله یې وښوده.

هر کال د هندوستان دوست هیواد د لوړو زده کړو وزارت ته ۱۰۰۰ تحصیلي بورسیې ورکوي، چې روان کال له ټول هیواد څخه پدې ازموینه کې ۵۳۷۷ تنو ګډون کړی وو، چې له دې ډلې څخه ۲۵۰۰ تنو، چې لوړې نومرې تر لاسه کړي د لوړو زده کړو وزارت له لوري د هندوستان سفارت ته ورپېژندل کیږي او یاد سفارت د یوې جلا ازموینې په لړ کې د ۲۵۰۰ تنو څخه ۱۰۰۰ تنه، چې لوړې نومرې  تر لاسه کړي ټاکل کیږي او د ICCR بورسیو ته معرفي کيږي. د دې کال په بورسیو ته د ټول هیواد څخه د لسانس لپاره 250 تنه، د ماسټري لپاره 600 تنه او د دوکتورا لپاره 150 تنه منل کیږي.