د کابل پوهنتون د نجونو لیلیه؛ هغه څه، چې د یو شمېر رسنیو له لوري د «دیکتاتوري» او «بندخونې» ادعا ی پرې شوې ده

د اطلاعات روز ورځپاڼې د سې شنبې ورځې په ۱۸۶۹ شمېرې ګڼه کې «د کابل پوهنتون د نجونو لیلیې وضعیت؛ ولې محصلین د «دیکتاتوري» او «بندخونې» وضعیت په هکله خبرې کوي»؟ تر عنوان لاندې د کابل پوهنتون د نجونو لیلیې د مسوولینو له لوري د نامناسبې کړنې، د خوراک بې کیفیته مینو او نامناسب تنظیفي خدمتونو وړاندې کولو په هکله یو مطلب خپور کړی وو.

کابل پوهنتون لازمه وبلله، چې هیوادوالو او د دې علمي بنسټ محصلینو ته د مختلفو برخو د رڼولو او ابهاماتو د له منځه وړلو په برخه کې د دې ترڅنګ، چې له نژدې څخه یې د دې لیلیې وضعت وڅېړه، اداري مسوولینو او یو شمېر میشتو نجونو سره یې خبرې وکړې. دا پوهنتون د هیواد په کچه د یو لوی علمي او اکاډمیک بنسټ په توګه د یو پنځوونکي، نشر او د علم او پوهې د خپرولو د مرکز په توګه یې خپل علمي شخصیت ساتلای او د دې علمي بنسټ مسوولان د اساسي قانون ۴۳ مادې پربنسټ د لیسانس تر کچې د هیواد بچیانو ته وړیا لوړې زده کړې وړاندې کوي، اوس هم د دې بنسټ د هلکانو او نجونو محصلینو سره بې له کومې بې پروايي او یا بد چلند پرته علمي، تدریسي، تحصیلي، څېړنیزې، د ښه راغلاست او روغتیايي برنامې تر سره کوي او د دې علمي بنسټ غېږ هره ورځ درې وخته د ۲۵۰۰۰ خواو شا هلکانو او نجونو محصلینو لپاره پرانیستي ده او د دې علمي بنسټ د نجونو لیلیه د کال له پیل یا پسرلني سمسټر د درسونو له پیل تر مني سمسټر د ازموینو تر پای پورې د تقریبآ د ټول هیواد له ټولو قومونو څخه د ۱۶۰۰ محصلینو په درلودو سره د لایحو او ورسپارل شوو دندو په پر بنسټ ورڅخه پذیرايي کيږي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې رسنۍ د راپور پر بنسټ پدې لیلیه کې د یو شمېر نجونو محصلینو له لوري د دې لیلیې د مدیرې د بد چلند، په خوړو کې د کثافاتو نښې، د خوړو تکراري والی، د کتابتون او لوبو سالون بندوالی، د تشنابونو مردار حالت وو، د ۱۱۴۰ محصلینو تر څنګ د کابل څلورو دولتي پوهنتونونو څخه دې لیلیې ته د ۴۶۰ نجونو زیاتوالی، ولې په خواشینۍ سره د غوره خدمتونو دوړاندې کولو په برخه کې د دولت تشکیلاتو له لوري هېڅ کارکوونکی د امکاناتو د محدودوالي په دلیل ندی زیات شوی، یواځې د ۱۶۰۰ محصلینو لپاره دوه آشپزان پخلی کوي، په داسې حال کې، چې د هرو ۱۰۰ محصلینو لپاره باید یو اشپز شتون ولري او د خوړو مینو د بې کیفیتي او تکراريوالي، پاکوالي ته نه پاملرنه او د آشپزانو له لوري د ناغیړي موضوعات، چې د دې لیلیې یو شمېر استوګنو له لوري مطرح شوي دي، باید وویل شي، چې دولت په لیلیه کې د یو محصل د ۲۴ ساعته اوسېدو لګښت ۱۰۱ افغانۍ نه ۱۲۵ افغانۍ تصویب کړي، چې په هغه کې ټول د برېښنا، اوبو، اوسېدو لګښتونه شامل دي. د خوړو مینو، چې په دولتي لیلیو کې په پام کې نیول کیږي وریجې، غوښه، حبوبات (نخود او لوبیا)، سابه (فصلي سابه: تور بادنجان، لېړو، ګلپی، کدو او ګازرې) دي.

د کابل پوهنتون د لیلیې مسولین هېڅ وخت له دې مینو څخه نه د کمو او نه د زیاتو خوړو برابرلو لپاره هېڅ اقدام نشي کولای او کابل پوهنتون د دې بنسټ په لیلیه کې له میشتو ګرانو محصلینو څخه غواړي، چې پدې مسئله تامل وکړي. د دې لیلیې د مدیریت غړو کارونه، روغتیايي مواردو په پام کې نیول او د خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی او د قراردادي شرکتونو له لوري د خوړن توکو پېرل او تر لاسه کول، درې وخته د هغوی پخلی تل د کابل پوهنتون د رییس، د محصلینو چارو مرستیالې، استادانو او د محصلینو اتحادیې د لیلیې انجمن تر مستقیم او غیر مستقیم څار لاندې ده او «د نویو او بې له کومې ملاحظې) پرته د دې لیلیې دروازې تړلو او پرانیستلو کړلاره د لوړو زده کړو وزارت په لایحې کې د ذکر شوي وخت مطابق ده او تر دې بهر نه ده او د دې لیلیې د محصلینو سره هېڅ وخت د اصولو او کړنلارو پرته نامناسب چلند، چې د دې ګډ کور تر ۱۶۰۰ تنو زیاتو ځوانو محصلینو د نظم او ډیسپلین لپاره اړینه ده، ندی شوی او که چېرې محصلین د دې لیلیې له مدیریت څخه د «سخت چلند» شکایت لري تر اندازې زیات د آزادي غوښتنې حس او په شخص پورې اړوند دی، چې د یو اسلامي هیواد دولتي بنسټونو کې د دې ډول آزادیو برابرول غیر ممکن او له تصور څخه لرې ده. ولې په هغه صورت کې، چې د دې لیلیې د مسوولینو له لوري د روغتیايي او چلندي مسایلو کې کومه خبره وي د دې بنست رهبري تر ممکن حده د هغې د حل په برخه کې ځان مسوول ګڼي او نیمګړتیاوو په له منځه وړلو او د هیواد محصلینو او ځوانانو لپاره د غوره خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې به هڅه وکړي.

ولې د دې کتابتون او لوبو سالون د تړلو په برخه کې د دې بنسټ د لیلیې د مدیرې اغلې مېرمن شکیلا بهادرزی د معولوماتو پر بنسټ په خواشینۍ سره دا مسئله د افغانستان جمهوري دولت د لوړو زده کړو او مالي وزارت لویو بودجوي تصمیمونو پورې اړه لري. یو مسوول د دې لیلیې د کتابتون او بل مسوول د لوبو سالون لپاره ګمارل شوی، د حکومتي مامورینو د قانوني کاري ساعت تر پایه په ښه توګه یې خپله دنده تر سره کړې او پدې لیلیه کې میشتو محصلینو په خدمت کې دي. ولې د شپې تر ناوخته پورې د هغوی پاتې کېدل، چې د دې لیلیې د محصلینو ادعا ده، تر اوسه پورې د دولت له لوري د بودجوي محدودیتونو پر بنسټ او د شپې کارمندانو ګمارنه، پدې لیلیه کې د اړتیاوړ ګمارنه یا د اضافه کاري او یا حق الزحمې وجوه په پام کې نده نیول شوې او دا مسئله د دې سبب شوې، چې د دې بنسټ د کتابتون او لوبو سالونونه د مازیګر تر څلورو بجو وروسته تړلي وي، په داسې حال کې، چې د دې سالونونو دروازې له سهاره تر مازیګر پورې د ټولو محصلینو پر مخ پرانیستي وي او خدمات وړاندې کوي. د یادونې وړ ده، چې د کابل پوهنتون د دې ستونزې د له منځه وړلو په برخه کې یې ځینې وخت په داوطلبانه توګه د شپې له لوري د دې مرکز په پرانست ساتلو کې له ښځینه محصلینو او استادانو څخه ګټه پورته کړې ده.

کابل پوهنتون په هیواد کې د مور تحصیلي بنست په توګه، د اساسي قانون د صریح حکم پرنسټ، د ورځې له لوري د هیواد ټولو وګړو ته د لیسانس تر کچې د وړیا لوړو زده کړو برابرول یې خپل مسوولیت ګڼلای او پدې برخه کې یې له لومړنیو وختونو تر اوسه هېڅ ډول هڅې ندي سپمولي او تل یې په هیواد کې د ځوانانو او د علم او پوهې مینه والو په چوپړ کې وو او وي به. دا بنسټ هر کال د هیواد زرګونه ځوانان بې له کوم تبعیض او تفاوته پرته له ټول  هیواد څخه د کانکور د ازموینې په رڼا کې جذبوي، اوس په دوه ټایمه ورځې او شپې کې تقریبآ ۲۵۰۰۰ محصلین د ځای او ډول- ډول علمي او څېړنیزو سرچینو لکه ډیجیټلي کتابتون، د کتابتون سالونونه، د پوهنځيو په کچه د کتابتونونو درلودل، د غونډو، علمي او ادبي مرکزونو، د انګلیسي او نورو ژبو د زده کړې مرکزونه، د خلاقیت مرکز، د کارموندنې مرکز، رواني مشورې مرکز، روغتیايي کلینیکونه، جمنازیوم او د لوبو مرکزونه او نور هره ورځ له کوم محدودیت پرته او مساوي امکاناتو سره د دې علمي بنسټ د ماموریت د پلي کېدو په موخه، درسي او تحصیلي پالیسیو کورسونو پلي کېدل او د ملي او سټراتیژيک لیدلوري په لوري حرکت د دې محصلینو په خدمت کې دي، چې د دې مواردو د ښه پلي کېدو لپاره د د دې مرکز د هلکانو او نجونو لیلیه ښه او مناسب ځای دی. د دې بنسټ له دروازې او دیوال نیولې تر درسي موادو پورې تقریبآ ۸۵۰ استادان، همدا ډول ۱۵۰۰ په خوا شاه کې د دواړو لیلیو د کارمندانو په ګډون اداري او خدماتي کارکوونکي لري، چې د محصلینو په خدمت کې دي او د لایحو پر بنسټ خپلې دندې تر سره کوي او د لیلیو مدیریت پالیسي په قانوني ډول پلي کوي، چې دا موضوع د دې علمي بنسټ مسوولینو لپاره یو له مهمو مسوولیتونو څخه شمېرل کیږي.

په پای کې له ټولو چاپي، تصویري او غږیزو رسنیو څخه هیله کیږي، چې په واقعیتونو ولاړ راپورونه جوړ کړي. ځکه کابل پوهنتون په هیواد کې د لوی او مور او مرکزي پوهنتون په توګه د ټول هیواد لپاره علمي کادرونه روزي. پدې توګه دې اکاډمیک بنسټ ته تاوان رسول، په افغانستان کې د علم او پوهې جوهر ته زیان رسولو په مانا دي.