د کابل پوهنتون رئیس د مني سمسټر د ازموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي  پداسې حال کې چې د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیالې اغلې پوهنوالې دوکتورې تفسیره هاشمي یی ملتیا کوله د روان کال د مني سمسټر د ازموینو له بهیر څخه د دې پوهنتون د حقوق او سیاسی علومو ،ارواپوهنی او رزونیزو علومو اود شرعیات پوهنځيو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلی فاروقی په دې کتنه کې د اصولو، قواعدو او نظم د پلي کولو او پوهنتوني ارزښتونه وڅېړل او همدارنګه یې د دې پوهنځیو استادانو او محصلینو سره خبرې وکړې او د ازموینو د معیارونو د پلي کېدو په وړاندې یې شته ستونزې وڅېړلې او د ازموینو معیاریتوب باندې یې تاکید وکړه او پدې اړه یې لازمې لارښوونې وکړې.

د کابل پوهنتون د مني سمسټر ازموینې د دې بنسټ اکاډمیکې نېټې ته په کتو د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۹ نېټه پیل او د لیندۍ یاشتې تر پایه به دوام ومومي.