د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیالې د کابل پوهنتون د مني سمسټر د ازموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه

د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیالې اغلې پوهنوالې دوکتورې تفسیرې هاشمي د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۲۱ نېټه د دې پوهنتون د اقتصاد او ژبو او ادبیاتو پوهنځيو د مني سمستر د ازموینو څخه لیدنه وکړه.

اغلې دوکتورې تفسیرې هاشمي په دې کتنه کې د اصولو، قواعدو او نظم د پلي کولو او پوهنتوني ارزښتونه وڅېړل او همدارنګه یې د دې پوهنځیو استادانو او محصلینو سره خبرې وکړې او د ازموینو د معیارونو د پلي کېدو په وړاندې یې شته ستونزې وڅېړلې او د ازموینو معیاريوالي باندې یې تاکید کړه او پدې اړه یې لازمې لارښوونې وکړې.

د کابل پوهنتون د مني سمسټر ازموینې د دې بنسټ اکاډمیکې نېټې ته په کتو د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۱۰ نېټه پیل او د لیندۍ یاشتې تر پایه به دوام ومومي.