د کابل پوهنتون او زاویه میډیا بنسټ ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د کابل پوهنتون علمي مرستیال او د دې پوهنتون سرپرست پدې علمي بنسټ کې د زاویه میډیا مسوولینو سره ولیدل او د دې پوهنتون د مستند فلم جوړولو په موخه د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړي.

دا لیدنه د روان کال د لیندۍ په ۲۱  د پنجشنبې په ورځ د کابل پوهنتون علمي مرستیال په دفتر کې د دې پوهنتون علمي مرستیال او سرپرست ښاغلي پوهندوی دوکتور محمد نعیم عظیمي، د ژورنالیزم او ښکلو هنرونو پوهنځيو رییسانو او د زاویه  میډیا موسس او رییس ښاغلي عصمت محب په ګډون ترسره شوه، په پیل کې د ښاغلي پوهندوی دوکتور محمد نعیم عظیمي کابل پوهنتون ته د زاویه میډیا مسوولانو راتګ ته ښه راغلاست وویل او د دې بنسټ څخه د ۸۷ یمې کلیزې به ویاړ د مستند فلم د جوړېدو په برخه کې مننه وکړه. ښاغلي عظیمي له کابل پوهنتون سره د زاویې میډیا داوطلبانه همکاري وړاندیز یې د دې بنسټ د مسوولینو د وطن دوستي حس وباله او دا یې د کابل پوهنتون د تېرو او اوسنیو مسوولینو د زحمتونو ستاینه او د حقیقتونو ساتنې لپاره یې د هیواد د دې علمي بنسټ د پراختیا او پرمختیا په برخه کې ګټور وباله.

د دې هوکړه لیک پربنسټ د زاویه میډیا د کابل پوهنتون له ۸۷ کاله مخکې (له تاسیس) تر اوسه پورې بغیر له کوم لګښت څخه په داوطلبانه ډول فلم جوړوي او د دې پوهنتون مسوولینو او افغانانو ته یې به یې په واک کې ورکړي.

په پام کې ده دا مستند فلم به د کابل پوهنتون له کتلاک سره په یو وخت د ۱۳۹۹ کال د وري په میاشت کې د یوې لویې غونډې په جریان کې پرانیستل شي.