د کابل پوهنتون رييس د (SEEN) شبکې له ريیس سره وکتل

د (SEEN)  شبکې رییس ښاغلي اکبر ارغنديوال د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي سره د کابل پوهنتون ریاست کې په داسې حال کې، چې ښاغلي حمید الله عرفان هم شتون درلود وکتل او په یو شمېر د پام وړ موضوعاتو یې خبرې وکړې.

د دې لیدنې په پیل کې ښاغلي ارغنديوال له کابل پوهنتون رییس سره د لیدنې د زمینې برابرېدو باندې خوښي وښوده او وروسته یې د (SEEN) شبکې فعالیتونه او موخې په  لنډ ډول تشریح کړې او د ګډې همکاري زمینې برابرېدو او د کابل پوهنتون محصلینو لپاره د ظرفیتونو د رشد او پراختیا فرصتونو او زمینې د برابرېدو څخه یادونه وکړه. ښاغلي ارغنديوال د (SEEN) له تېرو کارونو څخه د یادونې تر څنګ د واقعیتونو څخه د درک او محصلین د رشد کوونکي قشر په توګه، د راتلونکو برنامو جوړول، د ګټورو او اغېزمنو کارونو تر سره کول، د ګټورو اقتصادي کارونو په رامنځته کولو او فعالیتونو ترسره کولو لپاره کابل پوهنتون ریاست اجازه ورکړي تر څو د انګېزه ورکوونې او مشوره ورکوونې برنامې جوړې او خپلې تجربې په دې علمي بنسټ کې په لاره واچوي تر څو له دې لارې ژر د اقتصاد په بازار کې د ځوانانو دپراخه  او اغېزمن رول شاهدان واوسو.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي په پیل کې کابل پوهنتون ته د ښاغلي ارغنديوال راتګ ته ښه راغلاست وویل او پدې لیدنې یې د خوښي څرګندولورترڅنګ د دې دواړو بنسټونو د همکاري سلسله یوه اړتیا یاده کړه. ښاغلي فاروقي په کابل پوهنتون او د هیواد په  نورو پوهنتونونو کې د کریکولم او درسي موادو ټيټ او سنتي کیفیت څخه ناخوښي وښوده او پدې برخه کې یې په نننۍ نړۍ کې د کارموندونکو د رول په اړه لنډې خبرې وکړې او ویې ویل: هغه وخت رارسېدلای دی، چې له یو لوري مو د هیواد ځوانان او وګړي او له بل لوري دولتي مسوولین د ورځې د اړتیا ښوونیزو موادو د اماده کولو او د دندو په موخه د خصوصي سکتور د فعالیتونو په رامنځته کولو او د عاید په هکله جدي کار وکړي او د اولدې مرحلې د تېرېدو له فرصت څخه ښه ګته پورته شي. ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په دوام د هیواد اداري ستونزو او قوانینو ته په اشاره، چې دولتي ادارو او بنسټونو کې د کارونو د رشد او پراختیا له ستونزو سره مخ کوي، د عمل ازادي رول او په بنسټونو کې د تطبیقي برنامو او په موخو کې اجرائیوي صلاحیتونو درلودل اغېزمن وښودل او د دې شبکې له طرحې څخه، چې خصوصي برخې سره د خصوصي تشبثاتو او فعالیتونو د پیاوړي کولو په برخه کې همکاري او د ځوانانو لپاره د نویو فکرونو له عرضه کولو څخه استقبال وکړ.

د دې لیدنې په پای کې دواړو لورو د همکاریو د یو هر اړخیزه هوکړه لیک په چوکاټ، چې د دواړو لورو قانوني مسوولیتونه مشخص شوي وي تاکید وکړ.