د بشر حقونو نړۍ وال کنفرانس او د کابل پوهنتون رییس ته د «آزادۍ اتل» تندیس ورکړه

د کابل پوهنتون ريیس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د روان کال د لیدنۍ په ۱۴ نېټه د پنجشنبې په ورځ «د بشر حقونو نړۍ وال کنفرانس»، چې د افغانستان د اقتصادي او حقوقي څېړنو موسسې (AELSO) له لوري د بشر حقونو نړۍ والې ورځې په ویاړ په کابل کې جوړ شو وو، ګډون او «د بشر حقونو په تحقق کې د اکاډمیکو بنسټونو رول» په موضوع خبرې وکړې او د «ازادۍ اتل» جایزه، چې د یادې موسسې له لوري نوموړي او ۱۱ نورو کسانو ته، چې د بشر حقونو، علمي، رسنیزو، ټولنیزو، هنري او سیاسي برخو کې فعالو څېرو ته، چې د بشر حقونو او ازادۍ برخې کې یې زیات فعالیتونه کړي وو، ورکړل شوې.

ښاغلي فاروفي پدې کنفرانس کې د خبرو پر مهال په پیل کې د دې برنامې د جوړوونکو څخه د ستاینې د بشر حقونو اصول او ارزښتونو، مختلفو ټولنو ترمنځ جنسیتي مساوات او د بشر حقونو د تاریخي بهیر اهمیت موندنې باندې خبرې وکړې. ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په بله برخه کې د لوړو زده کړې او روزنې او اکاډمیکو مرکزونو رول او اغېز، چې د بشر حقونو د نقض رفع او د واقعي فکرونو رامنځته کولو وسیله ده او د دې سبب کیږي، چې وګړي په ورځيني ژوند کې د هغه له اهمیت او اغېز څخه خبر شي، زیات دی. د بشري حقونو د ارزښتونو د پلي کېدو، له دې حق څخه ملاتړ او ارتقاء د بشر د لومړي نسل حق په توګه اغېزمن او بنسټیز وباله او د اساسي او مدني حقونو فلسفي اصولو سره اشنايي یې بغیر د دې مهم اصل له درک څخه ستونزمنه وشمېرله.

ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل: د بشر حقونو څخه دفاع او جنسیتي برابرې د اکاډمیکو بنسټونو مکلفیتونه دي او په واقعیت کې د دې ارزښتونو پراختیا او پلي کېدل د عامه رفاه د پرمختګ سبب کیږي، چې په خوښي سره کابل پوهنتون د ۴۰ سلنه استاد او محصل د ښځینه طبقي څخه دې برابرې ته د لاسرسي لپاره تر سره شوی او په پای کې یې د کابل پوهنتون او د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې UNDP سره په ګډه د بشر حقونو او د جندر د څېړنو په برخه کې د دې پوهنتون هڅې او جنسیتي مساواتو د تحقق په برخه کې د راتلونکي ګډ کار څخه هم یادونه وکړه، چې د دې برنامې د ګډون کوونکو د پاملرنې وړ وګرځېدې.

د یادونې وړه، چې د بشر حقونو نړۍ واله اعلامیه په ۱۹۴۸ م کال کې د ملګرو ملتونو ادارې په عمومي غونډه کې تصویب او هر کال د سپټامبر ۱۰ «د بشر حقونو نړۍ والې ورځې» په توګه په ټوله نړۍ کې نمانځل کیږي. د افغانستان د اقتصادي او حقوقي څېړنو موسسه (AELSO)، چې د دې نړۍ وال کنفرانس لومړی دوره یې په افغانستان کې د یو شمېر ملي او بین المللي پوهانو او د افغانستان او نړۍ والو همکارو معتبرو اکاډمیکو بنسټونو له لوري ترسره شوه او له جوړېدو تر اوسه د بشر حقونو د زده کړې او دودولو، فردي ازادي، د ازاد بازار اقتصاد، د قانون حاکمیت، ښه حکومتوالي او د روڼ اندې ټولنې د ارزښتونو په برخه کې فعالیت تر سره کوي.