د کابل پوهنتون رییس د آمریکا د اتلس انسټیټيوټ اجرائیوي مرستیال او د افغانستان د حقوقي او اقتصادي څېړنو موسسې له رییس سره وکتل

د آمریکا اتلس انسټیټیوټ مرستیال ښاغلي دوکتور تام . جی پالمر او د افغانستان د حقوقي او اقتصادي څېړنو موسسې رییس ښاغلي محمد خالد رامزي د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي سره د دې پوهنتون ریاست کې وکتل او دواړو لورو په یو شمېر موضوعاتو خبرې وکړې.

په پیل کې ښاغلي پالمر د کابل پوهنتون رییس سره د دې لیدنې د زمینې له برابرېدو او د افغانستان په یو علمي بنسټ کې په خپل شتون خوښي وښوده او  وروسته یې په افغانستان کې د تلپاتې پراختیا او بشري پرمختیا لپاره د زیاتې موقع برابرېدل د اتلس انسټیټیوټ، کابل پوهنتون او د افغانستان د حقوقي او اقتصادي څېړنو موسسې له ګډو اړتیاوو څخه یادې کړې. ښاغلي پالمر د افغانستان د حقوقي او اقتصادي څېړنو موسسې د رهبري شورا د غړي په توګه یې د خپل مسوولیت څخه یادونه وکړه او د افغانستان د کلتوري بنسټونو په همکاري په ځانګړي توګه د کابل پوهنتون سره یې علاقمندي وښوده او د ګډو همکاریو پر دوام او پراختیا یې تاکید وکړ.

وروسته د کابل پوهنتون ريیس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي په پیل کې ښاغلي دوکتور پالمر افغانستان او کابل پوهنتون ته ښه راغلاست وویل  او پدې لیدنې یې خوښي او د دې درې بنسټونو په ګډو همکاریو یې تاکید وکړ. نوموړي په هیواد کې د دوه میلیونو په خواو شا کې د لوړو زده کړو علاقمندانو لپاره د زده کړې زمینه نه برابرېدل یې په کابل پوهنتون کې د زیاتو پروفیسورانو او پوهانو نشتون ستونزه او د افغانستان په تحصیلي نظام کې یوه ننګونه یاده کړه او له نړۍ والو بنسټونو څخه، چې پدې برخه کې یې ډول- ډول همکاري کړي، د همکاریو په دوام او د زیاتو او غوره زده کړو زمېنې په برابرېدو یې تاکید وکړ. ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په پای کې د افغانستان د حقوقي او اقتصادي څېړنو موسسې له کړنو او د دې موسسې له رییس ښاغلي محمد خالد رامزي، چې په ځانکړې توګه یې د کابل پوهنتون په مختلفو برخو کې همکاري کړې هم مننه وکړه. همدارنګه د حقوقي او اقتصادي څېړنو بنسټ په اړوند برخو کې د کاري کړنو سل ټوکه کتابونه هم کابل پوهنتون ته ډالۍ کړل، چې د کابل پوهنتون له رييس څخه د مننې په ویلو سره ومنل شول.

د دې لیدنې په پای کې د افغانستان د حقوقي او اقتصادي څېړنو موسسې رييس ښاغلي محمد خالد رامزي د دې لیدنې د زمېنې په برابرېدو خوښي وښوده او د یادې موسسې له کړنو او له کابل پوهنتون سره له ګډو برنامو او همکاریو څخه یې یادونه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د حقوقي او اقتصادي څېړنو موسسه له لسو کالو راهیسې د یو اغېزمن بنسټ په توګه په هیواد کې د ننه او له هیواده بهر د ازادي، بشر حقونو، کثرت ګرايی، د مارکېټ اقتصاد او سرمایه داري نظام په برخه کې فعالیت کړی او د مطالعې، د سیمنارونو، د علمي اثارو تالیف او ژباړې له لارې یې له ارزښتونو څخه د دفاع په برخه کې زیات خدمتونه کړي دي.