د کابل پوهنتون رئیس په کابل پوهنتون کې د یونس امره انسټیټیوټ له مسوول سره وکتل

د روان کال لیندۍ میاشتې په ۱۲ نېټه د سې شنبې په ورځ په کابل کې د یونس امره انسټیټیوټ دفتر مسوول ښاغلي سلجوق دوغان د کابل پوهنتون ریاست کې د کابل پوهنتون رییس او په  لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي سره وکتل او په یو شمېر د پام وړ موضوعاتو یې خبرې وکړې.

ښاغلي سلجوق دوغان پدې لیدنې کې د  نظرونو د تبادلې د فرصت برابرېدو څخه د خوښي ښوودلو او په افغانستان او په ځانګړې توګه په کابل پوهنتون کې د يونس امره انسټيټيوټ فعالیتونو ترڅنګ یې وویل، په مختلفو هیوادونو کې د دې انسټیټوټ د څانګو د جوړېدو اصلي موخه نړۍ والو ته د ترکي ژبې کلتور او په ترکیې هیواد کې د مروجو ارزښتو پېژندنه ده، ولې له کومه ځایه، چې افغانستان او ترکیه زیات ګډ تاریخي او کلتوري ارزښتونه لري او پدې هیواد کې زمونږ هڅه په مختلفو برخو کې په ځانګړې توګه د علم او کلتور په برخه کې د پراختیا او پرمختیا ده. نوموړي د کابل پوهنتون څخه وغوښتل د دې انسټیټيوټ مسوولینو ته اجازه ورکړي تر څو د ژمي د رخصتیو پر مهال د دې پوهنتون استادانو ته د ترکي ژبې د زده کړې لنډ مهاله برنامې او دورې جوړې کړي.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي پدې لیدنې کې د خبرو تر څنګ یې خپل کاري دفتر ته د ښاغلي دوغان راتګ ته ښه راغلاست وویل او د افغانانو په ځانګړي توګه د افغانستان اکاډمیک قشر د دواړو هیوادونو تر منځ د ګډو ټکو سره د علاقې څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د دواړو هیوادونو د کلتوري او علمي اړیکو په پیاړتیا کې دا دوه لوی شخصیتونه سیدجمال الدین افغاني او مولانا جلال الدین محمد بلخي د عطف ټکي دي. نوموړي همدارنګه د دواړو هیوادونو تر منځ اکاډمیک مناسبتونو پراختیا مهمه او اړینه وبلله. ښاغلي فاروقي د ښآغلي دوغان غوښتنې سره، چې د ژمي په ورځو کې د کابل پوهنتون استادانو لپاره د ترکي ژبې لنډمهاله ښوونیزو برنامو سره موفقه وکړه او له نوموړي څخه یې وغوښتل تر څو د یونس امره انسټیټیوټ له لوړ پوړو مسوولینو سره په مشوره د ترکیې په معتبره پوهنتونونو کې د افغان استادانو او محصلینو لپاره د ګډو څېړنو او زده کړو زمینې برابرېدو او د څېړنې او زده کړې په موخه کابل پوهنتون ته د ترکیې هیواد څخه د استادانو او محصلینو استول، چې څرنګه په تېر وخت ترکي محصلین په کابل پوهنتون کې په زده کړو بوخت وو، هڅه وکړي، نوموړي پرې موافقه وکړه او ښاغلي دوغان د دې ډول فرصت د برابرېدو د همکاري وعده وکړه.

د یونس امره انسټیټیوټ د ترکیې هیواد یو اکاډمیک او کلتوري بنسټ دی، چې د هغه هیواد په ملاتړ د نړۍ په مختلفو هیوادونو په ځانګړې توګه په افغانستان کې درسي او کلتوري برنامو د ترسره کولو لپاره څانګه لري، چې اوس د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د ترکي ژبې او ادبیاتو څانګه د کابل پوهنتون په همکاري د دې انسټیټوټ له لوري رهبري کیږي و هر کال د ترکیې ژبې او ادبیاتو مینه وال جذب او یو زیات شمېر فارغوي.