د کابل پوهنتون رييس اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون له مسوولینو سره وکتل

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون رييس او غړو د کابل پوهنتون رييس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي سره وکتل او اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړوندو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

په پیل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون رييس ښاغلی عین‌الدین بهادری او غړو د کابل پوهنتون رييس سره په لیدنې خوښي وښوده او ویې ویل، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون رامنځته کېدو سره یې پدې برخه کې یې د افغانستان د ځای په لوړېدو کې زیاته مرسته کړې او د افغانستان دولتي ادارې د قانون په تصویب او اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینې برابرېدو په برخه د تېر په پرتله له ښه وضعیت څخه برخمنې دي. دوی همدا ډول په تېر کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو څخه یادونه وکړه، د دې کمیسیون د رامنځته کېدل یې په دولتي ادارو کې له فساد سره د مبارزې او شفافیت په برخه کې ګټور، اغېزمن او مثبت یاد کړ او همدارنګه د دې اصل په دودولو کې یې د نوي نسل په ځانګړې توګه د محصلینو رول مهم وباله. د دې کمیسیون مسوولینو د کابل پوهنتون ریاست څخه د یو اکاډمیک او د تخلیق مرکز، د علم او پوهې د نشر او خپرولو بنسټ په توګه وغوښتل، اطلاعاتو ته د لاسرسي کلتور دودولو او پدې برخه باندې باور سره مرسته کولو په موخه له دوی سره اطلاعاتو ته د لاسرسي ښوونیز کریکولم په جوړولو او د کنفرانسونو، سیمنارونو او لنډمهاله ښوونیزو برنامو په جوړول برخه کې همکاري وکړي.

وروسته د کابل پوهنتون رييس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي په پیل کې د دې کمیسیون مسوولینو ته ښه راغلاست وویل او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې یې د هغوی له هڅو څخه مننه وکړه او پدې برخه کې یې د هغوی کړنې اغېزمنې یادې کړې. ښاغلي فاروقي په دولتي بنسټونو کې د اړتیا او د روڼتیا اهمیت او د کړنو روښانولو او اقدام په موخه د ښه حکومت کولو او د دولتی ادارو له چوکاټ څخه د فساد لرې کول او د دې مسوولینو د غوښتنې پر بنسټ د ګډو همکاریو زمینې برابرولو برخه کې د همکاریو د مثبتې یادونې ترڅنګ یې وویل: د کابل پوهنتون رهبري او د دې لوی علمي بنسټ استادان او محصلین تل د دې ډول ازآدو ناستو او بحثونو علاقه مند دي او د کابل پوهنتون له لوري یې د ګډې همکاري په برخه کې تیاري وښوده. ښاغلي فاروقي د دې کمیسیون له مسوولینو څخه وغوښتل تر څو د دې ګډې همکاري د رسمیت په خاطر په یو چوکاټ کار وکړي او معلوماتو رسولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې یو هر اړخیز هوکړه لیک په لاسلیک سره دوام ورکړي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د افغانستان دولتي ادارې نسبتآ له ښه ځای څخه برخمنې دي ولې له تېر وخت راهیسي اطلاعاتو ته لاسرسي زمینه د وګړو لپاره یوه ښکارنده او یوه متفاوته اړتیا، چې په تېر کې محدوده وه، اطلاعاتو ته لاسرسي کمیسیون د دې مسئلې سره د مرستې په موخه د ولسمشر په اراده جوړ شو، چې اوس افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د تېر په پرتله له ښه ځای څخه برخمن دی.