د کابل پوهنتون رهبري هیأت او محصلینو په افغانستان کې د اسلامي همکاریو ادارې له سفیر او دایمي استازي سره وکتل

د اسلامي همکاریو ادارې Organization of the Islamic Cooperation – OIC  استازي سره د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۱۳ نېټه په کابل پوهنتون کې د سولې په موضوع بحث او د نړۍ والې ټولنې او نړۍ والو ادارو او د (OIC) په ګډون د کابل پوهنتون رییس ، دعلمی شورا غړی او د یو شمېر پوهنځیو رییسانو، استادانو او محصلینو په ګډون د یوې رسمي ناستې په لړ کې د افغانستان سولې پر موضوع د اسلامي همکاریو اداري رول او همکاري او د هیواد اکاډمیک قشر د نظرونو تبادله وکړه.

په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سفیر او استازي ښاغلي حسین اووني بوتزالي پدې ناسته کې د کابل پوهنتون له مسوولینو او محصلینو سره د خبرو په موقع د خوښي ښودو ترڅنګ له تېر وخت راهیسي د افغانستان پېښې، د دوی د تېرو اته دېرشو کلنو ډیپلوماټیکو کړنو او د اسلامي همکاریو اداري موخې په ځانګړې توګه په افغانستان کې د دوی په رول خبرې وکړې. ښاغلي بوتزالي وویل، په پام کې لري تر څو د اسلامي همکاریو ادارې په استازیتوب د اسلامي مشترکاتو په محوریت او په افغانستان کې د ښکېلو لوري لپاره د اسلامي ورورګلوي رڼول د دې هیواد په سولې یې خبرې وکړي او د دې مهم او ملي بهیر د تسهیل په برخه کې به خپلې هڅې په لاره واچوي. نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د افغانانو ترمنځ د سولییز ژوند او هم فکريتوب او د سولې تامین یې اړین وباله او پر ګډ دین، ګډ کتاب او د مسلمانانو او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښکېلو لورو لپاره د سولې زمینې برابرېدو په مهمې حل لارې د تاکید په توګه یې د کابل پوهنتون له مسوولینو څخه په کابل پوهنتون کې د دې سازمان له لوري د لومړی ګډې ناستې جوړېدو په موخه مننه وکړه. نوموړي د دې علمي بنسټ له مسوولینو څخه وغوښتل تر څو د هیواد اکاډمیک قشرونه د سولې د تسهیل بهیر په همغږي کولو کې هڅه وکړي.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي کابل پوهنتون ته یې د ښاغلي بوتزالي راتګ ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې کابل پوهنتون ته د هغه په راتګ خوښي وښوده او په افغانستان کې یې د سولې بهیر د زمینې برابرېدو په موخه یې د اسلامي همکاریو سازمان څخه مننه وکړه. ښآغلي فاروقي پدې ناسته کې وویل، چې د افغانستان سولې په اړه تېرې خبرې یو اړخیزې ترسره شوې وې، چې دا مسئله د افغانستان د سیاسي صنف تر منځ د ابهام سبب شوې او د سولې مشورتي لویه جرګه کې، چې د افغانستان د ټولو ولایتونو او قشرونو او ټولو قومونو څخه ۳۵۰۰ تنو ګډون کوونکو سره خطونه ټاکلي وو، په پام کې ونه نیول شول. پدې توګه یې د دې سازمان استازي څخه یې د افغانستان په مسئله کې د ټولو لورو په رول او برخې تاکید په خاطر مننه وکړه او د نوموړي خبرې او وړاندیزونه یې د ښه نیت او زړه سواندی وباله. ښاغلي فاروقي پدې ناسته کې د دې بنسټ له استازي څخه، چې د افغانستان سولې کې مهم رول لري او له نورو نړۍ والو بنسټونو څخه، چې د هیواد د سولې بهیر په چارو او قضیو کې دخیل دي وغوښتل تر څو د سولې بهیر په اړه، چې د افغانانو لپاره مهم او حیاتي دي جدي پاملرنه ولري او د دې هیواد وګړو سره همکاري وکړي.

د دې ناستې یو شمېر استادانو او محصلینو، چې پدې ناسته کې یې ګډون درلود د سولې د بهیر او پدې بهیر کې د اسلامي همکاریو ادارې رول په هکله خپلې پوښتنې وکړې او د هر یو په هکله ځواب ورکړل شو او هر اړخیزې خبرې وشوې.

د اسلامي همکاریو اداره د ۵۷ اسلامي هیوادونو او د یادو هیوادونو ترمنځ د همغږي او سهولت په موخه جوړه شوې ده. دا اداره په ټولو هیوادونو کې استازولۍ لري او په افغانستان کې د دې بنسټ څانګه د ښاغلي بوتزالي تر مشري لاندې د دې هیواد د سولې بهیر کې د تسهیل لپاره هڅه کوي.