د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د دې شورا د غړو په ګډون د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي تر ریاست لاندې په مختلفو موضوعاتو لکه د استادانو علمي ترفیع او مقررېدل، منفکي، تر لسانس پورته برنامې، د محصلینو چارې او نورو متفرقه موضوعاتو باندې د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۱۲ د سه شنبې په ورځ د دې پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د ناستو په تالار کې جوړه شوه.

دا ناسته، چې د سې شنبې په ورځ د سهار په ۹ بجو په یاد تالار کې پیل او د استادانو علمي ترفعاتو ۲۰ دوسیې، د رتبو تثبیت ۶ دوسیې، د استادانو د ګمارنې ۱۷ دوسیې، د منفکي ۷ دوسیې، د دې پوهنتون تر لسانس پورته زده کړو برنامو اړوند ۱۱ دوسیې، د محصلینو چارو اړوندې ۱۵ دوسیې او یو شمېر متفرقه موضوعات د دې شورا د غړو تر منځ وڅېړل شول او د دې پوهنتون د قوانینو او لوایحو اړوند یې د هرې یوې په هکله لازم تصمیم ونیول شو او د پلي کېدو په موخه یاد موضوعات ابلاغ او د دوسیو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې. سربېره پردې د دې ناستې په دوام د کرنې، حقوقو او سیاسي علومو، بیولوژي او انجنیري پوهنځيو رییسانو هر یو په خپل وار سره د خپلو پوهنځيو د تېر سمستر لاسته راوړنې یادې ناستې ته وړاندې کړې، چې د علمي شورا د غړو له لوري د رایو په اتفاق تائید شوې.

دا ناسته د کابل پوهنتون د علمي شورا غړو له لوري د ګټورو بحثونو او اغېزمنو نظریو او حل لارو په وړاندې کولو سره د سې شنبې ورځ د مازیګر په ۴ بجو پایته ورسېده.