په کابل پوهنتون کې د ښځو او ماشومانو لپاره ۶۷۶۷ تیلفوني خط وړیا خدمتونو پوهاوي برنامه جوړه شوه

د ۶۷۶۷ وړیا ټيلفوني خدمتونو پوهاوي برنامه، چې د ښځو چارو وزارت له لوري د شرعي، حقوقي، رواني مشورو او ... په موخه د ښځو او ماشومانو لپاره په لاره اچول شوې ده د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۶ نېټه د دې پوهنتون د مرکزي کتابتون د سید جمال الدین افغان په تالار کې جوړه شوې وه.

پدې برنامه کې د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال، د مرکزي کتابتون امر او  د دې پوهنتون د تیلفوني خدمتونو امر، د ښځو چارو وزارت د ۶۷۶۷ وړیا ټیلفوني خدمتونو مسوولینو او د دې پوهنتون لسګونو محصلینو په ګډون جوړه شوه، چې په پیل کې د ښځو چارو وزارت د ۶۷۶۷ وړیا ټیلفوني خدمتونو مسوولې مېرمن معصومې سعادت د هیواد زیان منو ښځو او ماشومانو لپاره د دې مرکز د کار په څرنګوالي او سلا ورکولو خبرې وکړې او معلومات یې شریک کړل.

وروسته د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مسعود پیروزي کابل پوهنتون ته د ښځو چارو وزارت مسوولینو راتګ ته ښه راغلاست وویل او د ښځو چارو وزارت له لوري یې د دې خدمتونو وړاندې کول یې اړین او اغېزمن وښودل او د دې خدمتونو راتلونکي ته خوښ وو. نوموړي وویل، چې زیات شمېر ماشومان او کورنۍ بې سرپرسته دي، چې د ژوند د ښه والي په برخه کې مشورو ته اړتیا لري او دا مرکز کولای شي پدې برخه کې ګټور واقع شي.

د دې برنامې په پای کې د ښځو چارو وزارت د بیاکتنې امرې مېرمن سحر اریايي او د دې مرکز رواني سلاکارې مېرمن ساینا حميدي خبرې وکړې او د دې مرکز په هکله هرې يوې ګټور او اړین معلومات وړاندې کړل.

د ۶۷۶۷ وړیا ټيلفوني خدمتونه د زیانمن شوو ښځو او ماشومانو لپاره د شرعي، حقوقي، رواني مشورو په موخه فعاله شوې او د پوهاوي تر دورې وروسته به د هیواد په ولایتونو کې به سیمه ييزې ټيلفوني پایې ولګول شي.