د کابل پوهنتون رئیس په کابل کې د قزاقستان په سفارت کې د "عصري قزاقستان: د ډیموکراسۍ وده ، د ښاریانو آسانتیاوې پراختیا" بحث کې وینا او ګدون وکړ.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلی پوهنمل حمید الله فاروقي د پنجشنبې په ورځ د لیندۍ په پنځمه  په کابل کې د قزاقستان سفیر ښاغلي علیم خان ییسینګیلدیوف په رسمي بلنه ، د "عصري قزاقستان: د دیموکراسۍ وده ، د ښاریانو آسانتیاوې پراختیا" بحث کې ګدون او خبری وکړې.

پدی کنفرانس کې ، چې یو شمیر نورو سیاسی کارپوهان ، اکادمیک شخصیتونه او د مدني ټولنې فعالینو پکې برخه اخیستې وه ، ښاغلي  فاروقي دافغانستان سولې ، امنیت ، سوداګرۍ ، اقتصاد ، کلتوري او علمي مسایلو کې د قزاقستان د رول په اړه بحث  او مثبت  څرګندونې وکړې.

 ښاغلي فاروقي د دې څرګندونو په تعقیب ، د قزاقستان له سفیر څخه وغوښتل چې د کابل پوهنتون او الفارابي پوهنتون ترمینځ د وروستي هوکړه لیک په شمول په بیلابیلو ساینسي او فرهنګي همکاریو لپاره هڅی وکړي ترڅو د افغان محصلین لپاره د غوره علمي او اکاډمیک زمینه فرصتونه برابره کړي. دواړو هیوادونو علمي بنسټونه د دواړو هیوادونو تر منځ  اړیکو د ژورتیا لپاره هڅې کوي . ښاغلي سفیرعلیم خان لخوا هم په خپلو څرګندونو کې له افغانستان سره د هیواد اوسنۍ همکارۍ او سلګونو افغان محصلینو ته د زده کړې زمینه برابر کړۍ دي او  د همکاریو د پراختیا لپاره خپلو ژمنو  باندي ټینګار وکړ.