په کابل پوهنتون کې د سولې شعر او انځور ګري سراسري جشنواره جوړ شو

«د سولې شعر او انځور ګري سراسري جشن» په افغانستان کې د سولې خبرو د بیا پیل څخه د ملاتړ په موخه د کابل پوهنتون په همکاري او د شایان رسنیز او مشورتي شرکت په نوښت د سلګونو ګډونکوونکو په شتون او د ګڼ شمېر برنامو لکه ویناوې، د شعر دکلمه، د موسقي غږول، د ډاليو او ستاینلیکونو په ورکړه د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۷ نېټه د دې پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د پوهاند عنایت الله شهراني په تالار کې جوړ شو.

د کابل پوهنتون رییس ښاغلی حمید الله فاروقي، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلی دوکتور احمد سیر مهجور، د شایان رسنیز او مشورتي شرکت رييس ښاغلي ذکي شهامت، د کورنیو چارو وزارت د پلان او ستراتیژي رییس بسم الله تابان، د کابل پوهنتون استادانو ښاغلو اجمل ښکلی او ضیا رفعت، د جمهوري ریاست د خلکو د انسجام معاونیت د ټولنیزو او کلتوري چارو آمر ښاغلي هادي میران د دې برنامې د ویناوالو له ډلې څخه وو او هر يو په خپل وار سره د دې جشن په هکله کټورې او د ارزښت وړ خبرې وکړې.

پدې رقابتي جشن کې له ټول هیواد څخه ۲۳۵ خوا و شا کې پښتو، دري شعرونه او په مختلفو سبکونو کې انځورګري استول شوې وه، چې له دې ډلې څخه درې پښتنو شاعرانو هر یو عبدالواسع تسل، محمد نذیر مسلمیار او اوری امانزي د پښتو غوره شاعران؛ د دري ژبې درې غوره شاعرانو هر یو محمد باقر حسیني، سید روح الله راحل رضوي او مرتضی برلاس؛ د پوهنتونونو په کچه درې غوره انځورګره او ګرافیک کارو هر یو حسین میرزايي، مصطفی حیدري او زهرا عبداللهي او د ښوونځیو په کچه درې غوره انځورګره او ګرافیک کارو هر یو محمد بلال مستمندي، فرشتې امیري او محمد اقبال سلحشور ته ډالۍ ورکړل شوې. همدارنګه د دې برنامې په بله برخه کې د هیواد معلولې اما وړ اغلې ربابې محمدي څخه ستاینه وشوه او شاعرې اغلې مهتاب ساحل ته د هیواد د ځوانې نوموتې شاعرې ستاینلیک ورکړل شو.

د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې مخکینۍ رییس او شایان رسنیز او مشورتي شرکت مرستیال ښاغلي جاويد فاروس د دې رقابتي جشن په هکله، چې د هیواد په کچه د ځوان شاعرانو او انځورګرانو د  هنري هڅوونې، کلتوري پراختیا، د ولسواکي بهیر پیاوړتیا او د هیواد د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنو پیاوړتیا د شایان رسنیز او مشورتي شرکت په نوښت او د هیواد د یو شمېر فرهنګیانو او د کابل پوهنتون ریاست په ځانګړي توګه د دې پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي کې جوړ شوی دی وایې: دا برنامه د سولې، له افراطیت سره مبارزه، د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ، نوی افغانستان يا ښکلی راتلونکی او سوله یا مجدد ادغام په موخه او محوریت مو جوړ کړی دی تر څو له دې لارې وکولای شو د هیواد ارزښتونو او د هیواد هنري مسایلو ته اهمیت ورکړو او د سولییزو بحثونو او برنامو په تسهیل کې ونډه ولرو.

د دې جشن د ګډون معیار، چې لومړی دوره یې په کابل پوهنتون او نورې دورې یې په اوو ولایتونو کندهار، ننګرهار، هرات، بلخ او بامیانو ولایتونو کې به جوړې شي، تر ۳۵ کلنۍ ټیټ عمر ولري، پښتو او دري شعرونه ولري، انځورګري او ګرافي اثار یې د موضوع اړوند وي او د جشن د جوړېدو په ورځ د اثر د خاوندانو شتون په کابل کې د دې برنامې د جوونکو له لوري اعلان شوی وي او په پام کې ده راستول شوي اثرونه، چې د دې جشن د ژوري هئیت له لوري ومنل شي د پښتو او دري برخو کې درې واړو غوره شعري اثرونو په خوا کې له ځوانانو او د هیواد له هنر څخه د ملاتړ په موخه په یوه کتاب کې په لس زره نسخو کې چاپ او د هیواد د پوهنتونونو محصلینو او د ښوونځیو زده کوونکو ته په واک کې ورکول کیږي.