په کابل پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو پخواني رييس ښاغلي پوهندوی محمد امیر کامه وال د کارونو، فعالیتونو او لاسته راوړنو ستاینغونډه جوړه شوه

په کابل پوهنتون کې د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۶ نېټه د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو پخواني رييس او د کابل پوهنتون استاد ښاغلي پوهندوی محمد امیر کامه وال د کارونو، فعالیتونو او لاسته راوړنو ستاینغونډه جوړه شوه.

پدې ستاینغونډه کې هر یو د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلی پوهنمل حمید الله فاروقي، د کابل طبي پوهنتون استادې او د لوړو زده کړو وزارت پخوانۍ وزیرې اغلې دوکتورې فریدې مومند، د ولسي جرګې لومړي نائب ښاغلي الحاج امین یار، په ولسي جرګه کی د بلخ ولایت استازي ښاغلي عباس ابراهیم زاده ،د کابل پوهنتون استاد او د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسې پخواني رییس ښاغلي پوهندوی محمد امیر کامه وال، د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي رييس ښاغلي پوهندوی فرید الله فرهمند او د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د اتحادیې مرستیال ښاغلي دوکتور ذاکر حسین ارشاد په خپل وار سره د ښآغلي کامه وال په کړنو خبرې او په یو ډول یې د هغه ستاینه وکړه.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي کابل پوهنتون ته راغلو میلمنو او ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د هیواد د نیک نومو څېرو د ستاینې برنامو په دودېدو یې خوښي وښوده، په پیل کې یې د هیواد د لوړو زده کړو شالید په لنډ ډول وڅېړه او د معیاري کېدو په لوري له ستونزو او انحرافاتو څخه د تېرېدو مرحله او حساس بهیر یې د لوړو زده کړو په برخه کې روښانه افق یاد کړ. ښاغلي فاروقي د هیواد د لوړو زده کړو په ځانګړي توګه د خصوصي لوړو زده کړو په برخه کې، چې په تېر کې کومې نیمګړتیاوې وې خبرې وکړې او په لوړو زده کړو وزارت کې د ښاغلي کامه وال څلور کلنې هڅې یې د خصوصي لوړو زده کړو په معیاري کولو کې ډېرې زیاتې اغېزمنې او ګټورې وښودې او د کابل پوهنتون پخواني استاد ارواښاد موسی شفیق او نورو ویاړلو شخصیتونو، چې پدې علمي بنسټ کې یې ښوونه او روزنه لیدلې او تدریس یې کړی د کارونو او ویاړونو څخه یې یادونه وکړه او ویې ویل پوهندوی محمد امیر کامه وال او د کابل پوهنتون نور استادان د هیواد علمي او ملي پانګه ده او دوی ټول به یوه ورځ لکه د ښاغلي شفیق له ځانه لوی ویاړونه پرېږدي.

ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په پای کې د ښاغلي کامه وال لاسته راوړنو څخه د ستاینې ترڅنګ یې د هیواد ولسمشر د یو اکاډمیک شخصیت په توګه له رول او جدیت او د لوړو زده کړو وزارت پخوانۍ وزېرې اغلې پوهاندې دوکتورې فریدې مومند د لوړو زده کړو او خصوصي لوړو زده کړو د معیاري کولو په برخه کې یې هڅو څخه مننه وکړه او د څلويښت کلنو نیمګړتیاوو د له منځه وړلو په برخه کې د تخصصي لوړو زده کړو د ظرفیت لوړونې او د ماسټري او دوکتورا تر کچې د زده کړې د موقع په برابرولو تاکید وکړ.

دوکتوره فريده مومنده د دې غونډې د ویناوالې په توګه په خپلو خبرو کې وویل، چې پخوا بغیر له کومې اړتیا څخه د خصوصي لوړو زده کړو موسسې رامنځته شوې وې او نامعیاري لوړو زده کړو ته یې اقدام کاوه، چې د تحصیلي اسنادو په صدور کې د زیات فساد سبب شوی وو او د تدریس په بهیر کې کم کاري شتون درلود، چې د دې  ریاست د رییس په توګه د ښاغلي کامه وال راتګ سره د دې بنسټ د خصوصي لوړو زده کړو موسسې معیاري، پرمختللې او تخصصي شوې.

په پای کې ښاغلي پوهندوی محمد امیر کامه وال د دې غونډې د جوړېدو په موخه یې د کابل پوهنتون مسوولینو په ځانګړې توګه د ټولنیزو علومو پوهنځي له مشرتابه څخه د مننې تر څنګ د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د رییس په توګه څلور کلن کار یې د ارزښت وړ تجربه او لاسته راوړنه وبلله. ښاغلي کامه وال وویل، هغه پدې پوهېدلای دی، چې د خصوصي او لوړو زده کړو موسسې د هیواد د لوړو زده کړو د یو پیاوړي بازو او مبرمه اړتیا وبلله، چې تر اوسه یې د لوړو زده کړو زرګونو مینه والو ته یې زده کړې برابرې کړي دي.

ښاغلي کامه وال په ۱۳۴۷ هـ ل کال په پاکستان کې د دعوت و جهاد پوهنتون د ټولنیزو علومو له پوهنځي څخه فارغ او په ۱۳۹۴ هـ ل کې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علوم پوهنځي د ښوونیز مدیریت په څانګه کې ماسټري پایته ورسوله. نوموړي له ۱۳۹۰ تر ۱۳۹۴ کال پور د کابل پوهنتون د استادانو د امر په توګه دنده ترسره کړې او له ۱۳۹۴ تر ۱۳۹۸ کال پورې د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي لوړو زده کړو موسسو د رییس په توګه دنده تر سره کړه او اوس د پخوا په څېر د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د استاد په توګه تدریس کوي او پدې وروستیو کې د افغانستان د جمهوري ریاست عالي مقام له لوري ستاینلیک ورکړل شو.