د کابل پوهنتون رییس د امریکا متحده ایالاتو مرستیالې سفیرې سره وکتل

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي په کابل کې د امریکا مرستیالې سفیرې اغلې مېرمن کارِن دِکر/ Karren Deeker  سره وکتل او دواړو لورو د پام وړ علمي او کلتوري موضوعاتو خبرې وکړې.

دا لیدنه د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۵ نېټه د سه شنبې په ورځ د کابل پوهنتون په ریاست کې تر سره شوه، په پیل کې په کابل کې د امریکا مرستیالې سفیرې اغلې مېرمن کارِن دِکر/ Karren Deeker  د کابل پوهنتون رییس او مسوولانو سره د لیدنې زمینې برابرولو څخه د خوښي او مننې تر څنګ یې د دواړو هیوادونو تر منځ د کلتوري او علمي همکاریو له مخینې او د امریکا په متحده ایالاتو کې د افغان محصلینو لپاره د زده کړې زمینې په برابرېدو په ځانګړې توګه د فولبرایت له تحصیلي بورسیو څخه یادونه وکړه او دا یې د افغان محصلینو او پوهانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې ښه فرصت وشمېره. مېرمن کارِن دِکر/ Karren Deeker د هیواد د اکاډمیکو بنسټونو په پیاوړتیا او د افغانستان له علمي بنسټونو سره یې د لازمو امکاناتو په برابرولو تاکید وکړ او د امریکا متحده ایالاتو په سفارت کې د علمي برنامو په مدیریت او د دواړو هیوادونو د خلکو د اړیکو په ښه والي کې د ګټورې پوهې او علم ته په اشاره یې زیاته کړه، د علمي همکاریو پیاوړتیا لپاره کار کوي او د زیاتو علمي او تحصیلي زمینې برابرېدو لپاره به هڅه او کوښښ وکړي. نوموړې همدارنګه د کابل پوهنتون او امريکا سفارت د همکاریو بهیر، د تلپاتې سولې په راوستو کې د ځوانانو په ځانګړي توګه د محصلینو رول، چې په پام کې ده د دې خبرو لومړی پړاو د روان کال د ډسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه تر سره شي، له کابل پوهنتون څخه یې په خوښي یادونه وکړه او وعده یې وکړه، چې د امریکا سفارت علاقمند دی ترڅو په افغانستان کې د سولې خبرو بحث او همکاري تر دې زیاته پراخه او په دې کې د کابل پوهنتون محوري رول ولري.

وروسته د کابل پوهنتون رييس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي په پیل کې کابل پوهنتون ته یې د هغوی راتګ ته ښه راغلاست وویل او له دې لیدنې څخه په خوښي د امریکا متحده ایالاتو له کړنو، برنامو او علمي او کلتوري لاسته راوړنو څخه په ځانګړې توګه د سولې په بهیر کې یې د یاد هیواد له هڅو څخه یادونه وکړه. ښاغلي فاروقي وویل د محصل رول او اغېز، په عامه پوهاوي زده کړې، علم او پوهه کې او په افغانستان کې د تلپاتې سولې بهیر په چټکتیا کې د نه انکارېدونکی دی. نوموړي د امریکا متحده ایالاتو مرستیالې سفیرې څخه وغوښتل، چې افغان استادانو او محصلینو لپاره د هغه هیواد په پوهنتونونو کې تحصیلي فرصتونو ته زیاته پاملرنه وکړي تر څو زمونږ زیات شمېر د علم او پوهې مینه والو هیوادوالو ته تر پخوا زیاته زمینه برابره شي.

 د دې خبرو په لړ کې دواړو لورو د دواړو هیوادونو «افغانستان او امریکا متحده ایالات» ترمنځ د تېرو علمي او کلتوري همکاریو، د اړیکو تآمین او پراختیا، علمي او کلتوري همکاریو تجدید او دوام غوښتنه وکړه او پدې برخه کې یې د زیاتې موقع په برابرولو تاکید او هوکړه وشوه.

د یادونې وړ ده، چې پدې لیدنه کې د کابل پوهنتون د محصلینو چارو او مالي او اداري مرستیالانو، د حقوقو او سیاسي علومو، شرعیاتو، ژورنالیزم پوهنځیو رییسانو، د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګې امر، د کلتوري شورا رییس او د دې پوهنتون یو شمېر نورو مسوولانو هم شتون درلود او هر یو په خپل وار سره په اکاډمیکو علاقو او د امریکا متحده ایالاتو پوهنتونونو سره د دوی د اکاډمیکو بنسټونو توامیت باندې خبرې وکړې او د هغو برنامو د پیل، دوام او پراختیا لپاره یې هیله وښوده.