په کابل پوهنتون کې د انټي بیوټیکونو څخه د ګټې اخیستنې د پوهاوي په موخه لومړنۍ علمي سمینار جوړ شو

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي یو شمېر محصلانو د یوې ۷ میاشتنۍ څېړنې په پایلې کې د انټي بیوټیک په برخه کې د کابل پوهنتون محصلینو د پوهې او نظر په برخه کې د انټي بیوټیک څخه د ګټې اخیستنې تر عنوان لاندې لومړنۍ سمینار جوړ شو.

دا سمنیار د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۵ د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال او د دې پوهنتون د فارمسي پوهنځي رییس، استادانو او یو شمېر محصلینو په ګډون د دې پوهنتون په مرکزي ایډیټوریم کې د انټی بیوټیک درمل او د خلکو له لوري یې کارونې په هلکه جوړ، ګډون درلود.

د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال پدې غونډې کې د ګډون ترڅنګ خبرې وکړې او په پیل کې یې د کابل پوهنتون ایډیټوریم کې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د نړۍ په کچه یې د څېړنې د اغېز او اهمیت څخه یادونه وکړه او په نړۍ والو بنسټونو کې یې د سمې برنامې جوړونې پر بنسټ یې د نوې پوهې د اصلي سرچینې په توګه یاد کړ. نوموړي د څېړنې په پراختیا او  د عامه پوهاوي په زیاتېدو تاکید وکړ او د فارمسي پوهنځي او د دې پوهنځي له ۹ تنو محصلینو څخه، چې دا څېړنه یې تر سره کړې، مننه او ستاینه وکړه.

وروسته د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي رييس ښاغلي پوهندوی اقا محمد ژکفر خبرې وکړې او د دې برنامې ټولو میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ یې د دې سمینار په جوړېدو خوښي وښوده، د نړۍ په کچه د روغتیا نړۍ والې ادارې د څېړنې پر بنسټ له انټی بیوټیک څخه ګټه اخیستنه غیر معقوله او ناسمه ښوولې او ورڅخه ناسمه ګټه اخیستنه د مریضي د دوام او د وګړو تر منځ یې ناقصه روغتیا وبلله. نوموړي له دې ستونزو څخه د خلاصون لار «عامه پوهاوی، تدریس او له دوا څخه معقوله ګټه اخیستنه» وبلله او زیاته یې کړه، د فارمسي پوهنځي د درسي کریکولم په ترتیب او د دې مسئلې په تدریس، پدې برخه کې یې د کابل پوهنتون په کچه ډول – ډول سمینارونه جوړ کړي دي او تر ممکن حده یې خپل مسوولیت تر سره کړی دی.

د فارمسي پوهنځي د علمي څېړنو د کمېټې مسوول طالب رضايي هم د دې برنامې د ویناوال په توګه د انټي بیوټیک او له هغې څخه د نامناسبې کټې اخیستنې، په افغانستان کې د علمي څېړنو پر وړاندې د ستونزو او ننګوونو او په هیواد کې د څېړنو د پراختیا په عملي لارو خبرې وکړې او هغه محصلینو، چې دا څېړنه یې تر سره کړې، د هغوی په هکله یې معلومات ورکړل.

د فارمسي پوهنځي د رییس ښاغلي ژکفر د معلوماتو پر بنسټ، له دې درملو څخه د عمدې ګټې اخیستنې دلایل «درملو ته نه اړتیا»، «غلط درمل»، «نااغېزمن درمل»، «غیر مصوون درمل»، « د اغېزمنو درملو څخه کمه ګټه اخیستنه»، «له درملو څخه ناسمه ګټه اخیستنه»، «له انټي بیوټيک څخه ناسمه ګټه» یاد شوي دي. روانه اونۍ د روغتیا نړۍ والې ادارې «د انټي بیوټیک نړۍ وال خطر اونۍ» ثبت او نومولې او سږکال له هغه څخه «له انټی بیټیک څخه تر اندازې زیاته ګټه اخیستنه ودروئ» تر شعار لاندې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې ونمانځل شوه.