په کابل پوهنتون کې د ماشوم نړۍ والې ورځې نمانځنه وشوه

د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۴ د کابل پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي د ټولنیز کار څانګې د مرسته کوونکې ډلې په نوښت د دې پوهنتون د رهبري مسوولینو، استادانو او محصلینو په ګډون په یوې غونډه کې د ماشوم نړۍ والې ورځې نمانځنه وشوه.

دا غونډه، چې د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال، د ارواپوهنې پوهنځي رییس، یو شمېر استادانو، محصلینو او د رسنیو مسوولینو په ګډون د دې پوهنځي د ټولنیز کار څانګې د مرسته کوونکو ډلې په هڅو او نوښت، چې هر یو د ماشومانو په ملاتړ او هغوی ته د پاملرنې په موخه په کاغذونو کې لیکل شوي پاڼې په لاسونو کې نیولې او د مهرباني له رنګ سره مل وو، جوړه شوه.

د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مسعود پیروزي پدې برنامه کې د ګډون ترڅنګ خبرې وکړې او په پیل کې یې د دې غونډې میملنو ته ښه راغلاست او د دې غونډې په جوړېدو یې خوښي وښوده او دایې یې د ټولنیزو کارونو د تر سره کولو لپاره ګټورې ګړنې یادې کړې او پدې اړه یې د ماشومانو د ملاتړ نړۍ وال کنوانسیون او د هیواد داخلي قوانیونو څه یادونه وکړه، د حکومتي مسوولینو له لوري یې پلیکېدل، د ماشومانو ښوونې او روزنې ته پوره پاملرنه او په ځانګړې توګه کارګر او بې کوره او د کارګرو ماشومانو د وضعیت څخه د پوهېدونې په موخه د کابل پوهنتون د محصلینو له لوري د څېړنیزې ډلې رامنځته کېدل او د ماشومانو څخه د ملاتړو بنسټونو سره د دې موندنو شریکول او د حکومت له لوري هغوی ته د غوره او سم ژوند د زمینې په برابرولو تاکید وکړ.

وروسته پدې غونډه کې د ارواه پوهنځي رییس ښاغلي پوهنوال ستارالدین صدیقي دا ورځ یوه زیاته مهمه ورځ یاده کړه او د ماشومانو رواني اړتیاو د پوره کېدو، هغوی سره مينه کول، د هغوی امنیت، ساتنې او ملاتړ باندې تاکید وکړ. ښاغلي صدیقي د نن ورځې ماشوم ته پاملرنه د سبا ورځې ځوان ته پاملرنه ده، راتلونکي رهبران او د هیواد راتلونکی دی؛ ویې ویل، چې د یو ماشوم لپاره دا یادې زمینې برابرې نشي د دې امکان شته دی، چې دا ماشوم د راتلونکي یو ځوان او د عقده يي هیوادوال، چې ځان ته زیان اړوونکی او په ټولنه کې د ګډوډیو سبب کیږي، رامنځته به شي.

په خواشینۍ سره څلویښت کلنې جګړې او لدې څخه راولاړې ستونزې او په زیاتو برخو کې د فرصتونو د محدودولو تر څنګ یې د افغان ماشومانو لپاره ستونزې زېږولي او د هغوی لپاره یې ارامه ژوند محدود کړی، چې اوس د هیواد د دې قشر یو زیات شمېر په یو نامناسب حالت، بغیر له سرپناه او د ښوونځي د ودانۍ په نه شتون کې خپل ژوند تېروي. ولې په خوښي سره د کابل پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي د کار د څانګې په رامنځته کېدو او د هیواد ټولنیز کار ته د انګېزه لروونکو او رضا کاره ځوانانو وراندې کېدل او د دې ستونزې په له منځه وړلو کې هیلې زیاتې شوي دي او دې ډلې په خپله لیکل شوي اعلامیه کې، چې په دې اړه وه، د افغان ماشومانو د وضعیت په تاسف ویلو تر څنګ یې د حکومتي مسوولینو له لوري هغوی ته جدي پاملرنه باندې تاکید درلود.