د کابل پوهنتون د علمي مجلې نوی آمرمعرفي شو

د کابل پوهنتون د علمي مجلې نوی آمرد کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال او سرپرست ، د ارواپوهنې پوهنځي رییس، د علمي څېړنو آمر، د ریاست دفتر آمر، د دې پوهنتون د نشراتو آمریت يو شمېر کارمندانو او استادانو په شتون کې معرفي او په خپل کار یې پیل وکړ.

د ارواپوهنې او روزنیزو علومو استاد ښاغلی پوهنیار فیض الحق، چې په ۱۳۹۰ کال کې د کابل پوهنتون د ښوونیز مدیریت څخه لسانس او ماسټري یې هم په همدې څانګه له یاد پوهنتون څخه تر لاسه کړې او له اوو کالو راهیسي د یاد پوهنځي په یاده څانګه کې محصلینو ته تدریس کوي، د کابل پوهنتون رهبري هئیت له لوري د دې علمي بنسټ د علمي مجلو د امر په توګه تعین او په کار یې پیل وکړ.

د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال او سرپرست ښاغلي پوهندوی دوکتور محمد نعیم عظیمي د ښاغلي فیضي د پېژندنې په غونډه کې په هیواد کې د علمي څېړنو د لږ اهمیت او په نړۍ والو ژورنالونو کې یې په نه خپرېدو د اندېښنې ترڅنګ یې هیله وښوده، چې د ښاغلي فیضي په ټاکل کېدو او پدې برخه کې د کابل پوهنتون، د لوړو زده کړو کورنۍ او  د هیواد علمي ټولنې همیشنیو هیلو ته د رسېدو په برخه کې په نړۍ واله کچه د علمي متونو د خپرېدو د پرمختګونو او لوړ ځای لیدونکي واوسو.

ښاغلي فیضي په کابل پوهنتون کې د اوه کالو استادي ترڅنګ د رسنیو په برخه کې له ملي تلویزیون سره دوکلنه تجربه او په ورځپاڼو کې د علمي مقالو د خلق او خپرېدو مخینه لري، د کابل پوهنتون د علمي مجلې د نوي آمر په توګه به محتوايي، ليکني او جوړښتي کیفیت لوړول، د کابل پوهنتون علمي مجله د هارډ شکل څخه په سافټ بڼه په ویب سایټ کې خپرېدل او په یو نړۍ وال ژورنال یې بدلول خپلې موخې یادې او پرې تاکید یې وکړ.

په خواشینۍ سره په هیواد کې د څلویښتو کلنو کورنیو جګړو او بدو پېښو د افغانستان علمي څېړنو ځای او په نړۍ والو پېژندل شوو ژورنالونو کې یې خپرېدل غیرمطلوب دي او اوس هېڅ علمي ژورنال په ننني شکل په نړۍ واله کچه له افغانستان څخه استازيتوب نشي کولای. ولې د لوړو زده کړو په څېړنیزو او نشراتي بستونو کې د علمي کادرونو ګمارنه او د کابل پوهنتون د مسوولینو نه ستړې کېدونکو هڅو پدې برخه کې د ستونزو په له منځه  وړلو کې هیلې راټوکولې او  جدي هڅې روانې دي تر څو تر هر ممکن صورته د کابل پوهنتون علمي مجله په یو نړۍ وال ژورنال بدله شي.