د کابل پوهنتون کلتوري شورا ریاست ټاکنې تر سره شوې

د کابل پوهنتون کلتوري شورا ریاست ټاکنې د روان کال د لړم میاشتې په ۲۹ نېټه د دې پوهنتون علمي معاونیت په دفتر کې تر سره شوې.

دا برنامه د کابل پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهندوی دوکتور محمد نعیم عظیمي، دکلتوري شورا رییس ښاغلي پوهنمل فضل احد احدي او د مختلفو پوهنځیو د کلتوري شورا یو شمېر غړو استادانو په ګډون د دې ناستې د غړو د یو لړ خبرو اترو او نظرونو د تبادلې وروسته د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي استاد ښاغلی پوهنوال فرید احمد طنین، چې مخکې د کلتورا شورا د علمي کمیسیون په غاړه درلود، د ناستې د حاضرو غړو د رایو په اتفاق د دې کلتوري شورا د نوي رییس په توګه د درې کالو لپاره وټاکل شو.

د کابل پوهنتون علمي شورا په ۱۳۸۳ کال پدې علمي بنسټ کې د کلتوري برنامو د تر سره کولو په موخه جوړه شوې وه، چې په ۱۳۹۵ کال کې د ښکلو هنرو پوهنځي د ننداروي ادبیاتو څانګې استاد ښاغلي فضل احد احدي په ټاکل کېدو یې د کړنو نوې لړۍ پیل شوه او تر اوسه پورې تر ۱۰۰ کلتوري او علمي برنامو لکه، ملي او نړۍ وال کنفرانسونه او بحثونه، د کتابونو مخکتنه، له ملي او نړۍ والو ورځو او مناسبتونو نمانځنه کړې.

د کابل پوهنتون کلتوري شورا اساسنامې د موادو پر بنسټ د دې شورا د ریاست پسټ ټاکنیز او د درې کالو لپاره دی، چې اوس ښاغلي پوهنمل استاد فضل احد احدي تر درې کلن ريښتیني، تلپاتې مسوولیت تر سره کولو وروسته د دې شورا ریاست ښاغلي پوهنوال فرید احمد طنین وسپاره.