د کابل پوهنتون علمي مرستیال سره د انجنیري پوهنځي استادانو نوبتي ناسته ترسره شوه

د کابل پوهنتون علمي چارو مرستیال سره د دې اکاډمیک بنسټ د انجنیري پوهنځي استادانو او امرینو نوبتي ناسته د روان کال د لړم میاشتې په ۲۹  د دې پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي د ناستو په تالار کې جوړه شوه.

دا ناسته د علمي چارو د مرستیال، د انجنیري پوهنځي ډیپارټمنټو استادانو او امرینو په ګډون جوړه، په پیل کې د انجنیري پوهنځي استادانو او ډیپارټمنټونو امرینو د علمي چارو په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه علمي مرستیال سره شریک او ورباندې یې هر اړخیزې خبرې وکړې، چې په پایله کې تر هر اړخیز بحث او خبرو وروسته په هره برخه کې لازم تصمیم ونیول شو او د علمي چارو مرستیال له لوري په سمه توګه د علمي چارو د ترسره کولو په موخه د دې پوهنځي مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.

انجنیري پوهنځی د کابل پوهنتون د ۲۱ ګونو پوهنځیو له ډلې څخه دی، چې د لسګونو علمي کادر او اداري مسوولینو په لرلو سره په کابل پوهنتون کې د دې څانګې محصلینو ته تدریس کوي.