د فرانسې هیواد پاریس او لیون ښارونو ته د افغانستان د لوړو زده کړو هئیت رسمي سفر «د ۲۰۱۹کال د اکتوبر له ۷ تر ۱۲، چې د ۱۳۹۸ هـ ل د لړم له ۱۵ تر ۲۲ پورې»

د افغانستان د لوړو زده کړو لوړ رتبه هئیت هر یو د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د کابل طبي پوهنتون رییس ښاغلي پوهاند دوکتور وحید الله مهمند، د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او باور ورکوونې رییس او د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي استاد ښاغلي پوهاند حاجي محمد نعیمي، د فرانسې هیواد پوهنتونونو سره د کابل پوهنتون د همکاریو تنظیم کوونکي او د کابل طبي پوهنتون د صدري جراحي څانګې استاد او د فرانسې هیواد پوهنتونونو سره د کابل طبي علومو پوهنتون د همکاریو تنظیم کوونکي ښاغلي پوهنوال عبدالصمد په ګډون، د ۲۰۱۹/ ۱۰ / ۶ ز، چې ۱۳۹۸/ ۷/ ۱۸ هـ ل سره برابره ده، د فرانسې هیواد د لوړو زده کړو مقاماتو او په کابل کې د دوی د سفارت په رسمي غوښتنه او د ولسمشري عالي مقام د ۱۳۹۸/ ۷/ ۱۳ نېټې د ۱۹۴۵ ګڼې حکم پر بنسټ فرانسې هیواد ته سفر وکړ. د دې سفر د هئیت موخه خبرې او د کلود برنارد لیون ۱ پوهنتون (Universite Claude Bernard Lyon 1 ) سره د علمي همکاریو هوکړه لیک، د کلود برنارد لیون ۱ پوهنتون له مختلفو مرکزونو څخه لیدنه، په ځانګړي توګه تدریسي مرکزونو، کتابتونونو، لابراتوارونو او د دې پوهنتون اړوند ملکي روغتون، د پاریس او لیون ښارونو کې استوګن افغان محصلینو سره خبرې او کتنې، د ژوند شرایط او د امکان په صورت کې د هغوی چاپېریالي ستونزو او اړتیاوو ته رسېدنه او د غیر حکومتي بنسټ Chain de Lespoir(NGO)  مسوولینو سره لیدنه، چې په کابل کې د مور او ماشوم روغتون (FMIC)  څخه ملاتړ فرانسوي روغتون شریک او د ګډ رهبري بورد غړی دی، ناستې وکړې.

د هئیت د سفر تفصیلات او برنامه:

د اکتور په اوومه فرانسې هیواد مرکز پاریس ښار ته د هئيت په رسېدو سره په کابل کې د فرانسې سفارت کلتوري مستشار ښاغلي اولیویر هوین وان Olivier Huynh Van د هئیت ملتیا کوله د (Chain de Lespoir) بنسټ له مسوولینو سره، چې د کابل طبي پوهنتون تر څنګ موقعیت لرونکي FMIC  ملاتړ کوونکې بنسټ له مسوولینو سره لیدنه وکړه او له کابل پوهنتون، کابل طبي پوهنتون او د دې استادانو او محصلینو سره یې د دې بنسټ د همکاریو په بیاکتنې او پراختیا هر اړخیزې خبرې وکړې او پدې هوکړه وشوه، چې په نږدې راتلونکې کې د FMIC روغتون رهبري (د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوړو زده کړو او روغتیا وزارت او AKDN او Chain de espoiri بنسټونو) تر منځ د ګډې ناستې، چې په پام کې ده د روان کال د نومبر په میاشت کې جوړه شي، د افغاني هئیت پر وړاندیزونو خبرې وشي او د افغانستان له اکاډمیکو بنسټونو سره به د یاد بنسټ د پراختیاوي همکاریو په برخه کې به لازم تصمیمونه ونیول شي.

همدارنګه د اکتوبر په اتمه د لنډو برنامو په لړ کې، چې اجنډا یې له پخوا جوړه شوې وه، د کلود برنارد لیون ۱ پوهنتون له مسوولینو، د لیون ښار ملکي روغتون، تدریسي ځایونو، لابراتوارونو، کتابتونونو، کلتوري مرکزونو او د دې بنسټ له نورو برخو څخه یې د لیدنې تر څنګ یې د اکتوبر په لسمه د افغانستان د اکاډمیکو بنسټونو (کابل پوهنتون او کابل طبي پوهنتون) تر منځ د همکاریو د پراختیا پر دوام یې د کلود برنارد لیون ۱ او لیون ملکي روغتون مسوولینو سره هر اړخیزې خبرې وکړې، دواړو لورو د تېرو همکاریو لکه د ظرفیت لوړولو په برخه کې د محصلینو استول او همدارنګه پدې برنامه کې د فرانسې سفارت مالي مرستو او شبیه کوونې په برخه کې د لیون پوهنتون د رییس ښاغلي پروفیسور فریدریک فلوري وړاندیزونو، چې په کابل پوهنتون او کابل طبي پوهنتون کې د افغانستان محصلینو روزنه او ټرېننګ او د دواړو لورو د علمي بنسټونو تر منځ د علمي څېړنو په چارو کې د همکاریو پراختیا، د FMIC ۲۵۰ بستریز روغتون په ۵۰۰ بستریز او په یوې اکاډمیکې او پوهنتوني روغتون بدلېدو یې هر اړخیزې خبرې وکړې او د دواړو  اکاډمیکو بنسټونو ترمنځ د همکاریو په مسوده کې اړین شکلي سمونې زیاتې شوې او څلور اړخیز هوکړه لیک او د هغه تطبیقي سند (د کابل پوهنتون، کابل طبي پوهنتون، د کابل طبي پوهنتون تدریسي روغتونونو، کلود برنارد لیون ۱ پوهنتون او دروغتیايي نظام په برخه کې د فرانسې لیون ملکي روغتونونو) تر منځ، چې په فارسي – دري او فرانسوي ژبو اماده شوی وو د کابل پوهنتون رییس، د کابل طبي پوهنتون رییس، د کلود برنارد لیون ۱ پوهنتون رییس او د لیون ملکي روغتونونو رییسانو له لوري د افغاني او فرانسوي هئیت په شتون کې لاسلیک او سندونه تبادله شول. د اکتور په یوولسمه یې د لیون۱ روغتون د طبي او فارمسي علومو له لابراتوارونو څخه، چې د ښار په جنوب کې یې موقعیت درلود په داسې حال کې، چې د اړوندې برخې رییس له لوري معلومات ورکول کېدل، لیدنه وکړه.

په لنډ ډول د دې هئیت د پنځه ورځیني سفر لاسته راوړنې، د فرانسې ناحکومتي بنسټ (NGO) Chain de Lespoir  سره بریالی مذاکرې او له کابل پوهنتون او کابل طبي پوهنتون سره د استادانو او محصلینو لپاره د FMIC روغتون د همکاریو د پراختیا د ملاتړ جلب، د علمي همکاریو د پراختیا په برخه کې له یادو بنسټونو د څلور اړخیزو همکاریو تړون، د لیون په ښار کې د افغان محصلینو د ستونزې ارزونه او وړاندیزونو اورېدنه او د افغانستان له علمي بنسټونو سره د فرانسې هیواد د لیون د تحصیلي بنسټونو او د ملکي روغتونونو د همکاریو پراختیا علاقه مندي او وړاندیزونه د یادونې وړ دي.