په کابل پوهنتون کې «د افغانستان فکري آرامي» تر عنوان لاندې هنري تیاتر برنامه جوړه شوه

د رواني ترومای پېژندنې په موخه د تیاتر ښکلې هنري ننداره، چې دا يوه رواني ناروغي ده او یو کس له پېښې سره د مخا مخ کېدو پر مهال پرې اخته کېږي، د رامنځته کېدو لارې، منفي اغېز شرحه او له هغې سره د مقابلې لارې د افغانستان د فکري ارامي بنست په نوښت/Pace of Mind Afghanistan – PoMA او د کابل پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي د مشاورې څانګې او د دې پوهنتون د رواني مشاورې مرکز په همکاري د روان کال د لړم میاشتې په ۲۲ د چهارشنبې په ورځ د کابل پوهنتون په مرکزي ایډیټوریم کې د لسګونو لیدونکو په شتون کې جوړه شوه.

د دې برنامې هنرمندانو د افغانستان خلکو سره د مرستې په موخه د ټولنې د ريښتینې ستونزو د پوښښ، صحنه جوړونه، مناسب ډیالووګ او په جذبوونکي تمثیل او لیدونکې نندارې سره یې لیدونکو ته وړاندې کړله. د ترومای ناروغي موجودیت او منفي اغېز، چې د افغاني ټولنې ته د تېرو څلورو لسیزو ورانوونکو جګړو زیات مصیبتونه او قرباني له ځانه سره لرلې، تشریح او لیدونکو ته یې ښوونیز پیغام واستوه.

د دې هنري-زده کړه ییزې برنامې لومړی دوره، چې د افغانستان زورېدلي ټولنې سره مرسته ښوول شوې ده، په کابل کې د فرانسې کلتوري مرکز، دوهمه دوره یې په بامیانو ولایت او درېمه دوره یې اوس په کابل پوهنتون کې جوړه شوې، چې په دې وروستیو کې به یو شمېر نندارې د کابل ښار په کچه وړاندې شي. په پام کې ده تر دې وروسته په هرات، مزار شریف او کندهار ولایتونو کې د دې مرض د علایمو او عامه پوهاوي او لدې مرض سره د مقابل په موخه نندارې ته وړاندې شي.

پدې برخه کې د یوې څېړنې تازه پایلې ښيي، چې په افغانستان کې د بلوغ تر عمر پورته داسې څوک نشته، چې د دې ډول پېښو شاهد نه وي. ولې ترومای د درملنې وړ مرض دی، چې له هغه سره د مقابل تر څنګ له دې ناروغي او نورو ناروغیو څخه د مخنیونې په موخه د کابل پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي، د دې پوهنتون د رواني مشاورې مرکز او د عامې روغتیا وزارت له لوري په ټول افغانستان کې فعالیتونه تر سره کیږي.