په کابل پوهنتون کې «د معیاري علمي څېړنو د لیکلو څرنګوالي او په نړۍ والو معتبره ژورنالونو کې یې خپرېدل» په اړه د علمي څېړنو د ظرفیت لوړونې برنامه جوړه شوه

د ظرفیت جوړونې څلور ورځینۍ سمینارد علمي څېړنو د لوړونې په برخه کې «د معیاري علمي څېړنو د لیکلو څرنګوالي او په نړۍ والو معتبره ژورنالونو کې یې خپرېدل» د علمي څېړنو آمریت او د کابل پوهنتون د پالیسي څېړلو ملي مرکز له لوري د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال او سرپرست او د کابل پوهنتون د مختلفو پوهنځیو ۳۷ تنو استادانو په ګډون د پالیسي څېړلو په ملي مرکز کې جوړه شوه.

د دې سمینار اصلي موخه د معیاري څېړنو له میتودونو سره د کابل پوهنتون استادانو آشنايي او په هیواد کې د علمي څېړنو لوړول ښودل شوي، چې د روان کال د لړم میاشتې په ۲۷ د دوشنبې په ورځ د علمي څېړنو په مختلفو موضوعاتو او د دې اصل د اړتیا لپاره به د څلورو ورځو لپاره دوام ومومي.

په پیل کې د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال او سرپرست پوهندوی محمد نعیم عظیمي د دې سمینار په جوړولو خوښي وښوده او له مسوولينو څخه یې د ستاینې تر څنګ د نړۍ پوهنتونونه یې په څلورو «زده کړه محور»، «څېړنیز محور»، «د کار پیداکولو پوهنتونونه» او «بدلون راوړونکي پوهنتونونه او پرمختګ جوړوونکي، چې د هغوی ښوونیز نصاب تقاضا محور او د سیمه ييزې پراختیا پر بنسټ وي» او په هیواد کې د علمي څېړنو په بهیر یې اندېښنه وښوده او ویې ویل کابل پوهنتون د هیواد د یو علمي پېژندل شوي او مور پوهنتون په توګه او په هیواد کې د علمي څېړنو د بنسټ ايښودونکي او ملاتړي په توګه، د څلورم نسل د پوهنتونونو معیارونو ته رسېدل، د ښوونیز او تحصیلي نصاب تعدیل او ښوونې تر څنګ له یو لوري ښوونیزو او تحصیلي حوزو کې په څانګو کې د څانګو رامنځته کول، ټولنې ته پاملرنه او هیواد کې ټولنیزو اړتیاوو ته جدي اړتیا لري او له بل لوري هم د پوهنتون-صنعت-ټولنې ترمنځ د یوې اغېزمنې اړیکې د جوړېدنې اړتیا لري، چې څېړنه مونږه دې مهمې موخې ته د رسېدو لپاره مرسته کوي. ښاغلي عظیمي د خپلو خبرو په پای کې د دې برنامې له ګډون کوونکو څخه غوښتنه وکړه، چې علمي څېړنې د یو مکلفیت په توګه نه بلکې د یو رسالت او یوې موخې په توګه اهمیت ورکړي.

وروسته د کابل پوهنتون د پالیسي څېړلو ملي مرکز رییس ښاغلي پوهنیار عبدالباقي بڼوال او د دې پوهنتون د علمي څېړنو مرکز امر ښاغلي دوکتور محمد ولي سالاري هم د دې علمي سمینار ویناوال وو، چې په هیواد کې یې د علمي څېړنو پر وړاندې ننګوونو او پدې څلور ورځینۍ علمي برنامه یې هم خبرې وکړې.

دا برنامه، چې د روان کال د لړم میاشتې په ۲۷ نېټه د پالیسي څېړلو ملي مرکز د برنامو په سالون کې د دې مرکز او د کابل پوهنتون د علمي څېړنو امریت له لوري په ګډه جوړه شوې او د څلورو ورځو لپاره به دوام ومومي.