د غور محصل درېمه دوره؛ یاسن خموش د کابل پوهنتون د غوره محصل په توګه وټاکل شو

یاسین خموش د کابل پوهنتون د درېمې دورې د غوره محصل جشن کې د دې علمي بسټ د غوره محصل په توګه وټاکل شو. دا جشن د نوامبر ۱۶ د محصل د نړۍ والې ورځې په ویاړ د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې له لوري د ۲۱ ګونو پوهنځیو د لسګونو محصلینو په ګډون او د هیواد د ټولنیزو، کلتوري او اقتصادي ستونزو د له منځه وړلو طرحو په وړاندې کولو سره او د مختلفو دولتي او غیر دولتي بنسټونو استازو په ګډون د روان کال د لړم میاشتې په ۲۵ د شنبې په ورځ د دې علمي بنسټ په مرکزي ایډيټوریم کې جوړه شوې وه، چې له دې ډلې څخه ۲۱ تنه محصلین د غوره طرحې پر بنسټ د ژوري هئیت له لوري، چې د دې پوهنتون د علمي شورا د استادانو له ډلې څخه وو د پوهنځيو د غوره محصل په توګه او ۱۰ تنه د پوهنتون په کچه د غوره محصل په توګه وټاکل شول. د دې لسو تنو له ډلې د ټولنیزو علومو پوهنځي محصل ښاغلی یاسین خموش د ۱۳۹۸ کال د غوره محصل، د ارواپوهنې پوهنځي محصل ښاغلی احمد قیوم درود د دویم غوره محصل او اغلې بهشتې نظیر د درېم غوره محصل لقبونه تر لاسه کړل.

په ورته وخت کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي پدې برنامه د خپل ګډون تر څنګ د دې برنامې د ویناوال په توګه کابل پوهنتون ته ټولو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، درې کاله مخکې د نسبي ستونزو د حل او د پوهنتوني او ملي هیلو ته د ژر رسېدو په موخه د کابل پوهنتون رهبري له لوري د محصلینو اتحادیې څخه د ملاتړ په موخه هر اړخیز تصمیم، رول ورکول او دوی ته د دې پوهنتون اداري تشکیلاتو کې ګډون ورکول د یوې مهمې او بنستیزې ضلعې په توګه په نظر کې ونیول شول، چې د دوی د مخکنیو او اوسنیو رییسانو او مدیره هئیت د غوره مدیرت پر بنسټ، چې دا اتحادیه اوس د ظرفیت جوړونې، د محصلینو چارو د پراختیا او د دې ملاتړونو مثبته پایله لکه د قومیت، ژبني مسایلو، سیمه ييزو مسایل، تنظیمي او نور مسایل، چې په کابل پوهنتون کې وو او په ګډه مو یادو نکتو ته د پای ټکی کېښود.

ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په لړ کې وویل، تېر کال کابل پوهنتون د اکاډمیک باور اخیستنې څخه د یادونې په لړ کې د دې پوهنتون محصلینو ته وویل، د هیواد د خلکو هیله له تاسو څخه د ټولنې د ګلانو او د هیواد د راتلونکې په توګه، د زرګونو داوطلبانو تر منځ مو، چې دې لوی علمي بنسټ ته لاره موندلې، د تپل شوې جګړې او ننګونو پای او هیواد ته د سولې، ثبات، پراختیا او پرمختیا لپاره تاسو ته سترګې په لار دي. پدې توګه د دې هیواد تاریخي او ټولنیز واقعیت په درک سره ځانونه د راتلونکې د زیرې ورکوونکو په توګه اماده کړئ او د دې کار لپاره د کابل پوهنتون او د لوړو زده کړو سکتور مصمم دی تر څو هېڅ ډول هڅې ونسپموي او تر خپل امکانه په ملي او نړۍ واله کچه د هیواد د محصلینو د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړۍ. ښاغلي فاروقي د خپلو خبرو په پای کې د دې جشن محصلینو ته، چې لوړو درجو ته یې لارموندلې مبارکي ورکړه.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو چارو مرستیال پوهاند دوکتور بري صدیقي پدې برنامه کې خبرې وکړې او غوره محصل جایزې ګټوونکو ته یې مبارکي او په لنډ ډول د دې وزارت د مختلفو برنامو په هکله محصل او زده کړیال قشر ته د معلوماتو تر څنګ یې محصلین بشري پانګه او د هیواد د لوړو زده کړو اساسي رکن یاد کړ او د لوړو زده کړو محصل محوره برنامو څخه یې هم یادونه وکړه.

په پای کې ښاغلي نقیب الله امیني په ښکلي ډول شعر دکلمه کړ او د دې پوهنتون د محصلینو اتحادیې د برنامو مرستیالې اغلې شکېبا دلاوري د محصل د ټاکلو د دې درې میاشتني بهیر په مختلفو مرحلو خبرې وکړې او د دې برنامې په پای کې د پوهنځيو ۲۱ غوره محصلینو ته ډالۍ، ژوري هئیت او د پوهنتون په کچه د ۱۰ غوره محصلینو ته ستاینلیکونه، د دې برنامې د سر درې تنو لومړي، دویم او درېم مقام اعلان او هغه ډالۍ، چې ورته په پام کې نیول شوې وې، ورکړل شوې.