په کابل پوهنتون کې د تلپاتې پراختیا نړۍ والو کنفرانسونو د لړۍ لومړۍ دوره کنفرانس جوړ شو

د تلپاتې نړۍ والو کنفرانسونو د لړۍ لومړی دوره د کابل پوهنتون د انجینري پوهنځي د رییس او استادانو په نوښت د دې علمي بنسټ د استادانو او محصلینو د اشنايي په موخه د تلپاتې پرمختیا او د ملګرو ملتونو له لوري د تلپاتې پراختیا  ۱۷ اصلي ټاکل شوو موخو د پېژندنې په برخه کې جوړ شوي کنفرانس کې د کابل پوهنتون رییس، د لوړو زده کړو وزارت سلاکار او هئیت، د کلیو او پراختیا وزارت د تلپاتې پرمختیا د برنامو رییس، د افغانستان د څېړنې او ارزونې واحد استازي، د رسنیو استازو او د کابل پوهنتون د یو شمېر استادانو او محصلینو په ګډون د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیانو پوهنځي د چینايي ژبې او ادبیاتو په تالار کې جوړ شو.

په پیل کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي ټولو میلمنو او ګډونوالو ته کابل پوهنتون ته ښه راغلاست وویل، له همکارانو او د داخلي او نړۍ والو تخنیکي کمېټو او د دې کنفرانس له جوړوونکو څخه یې ستاینه وکړه او داسې برنامې یې ګټورې وبللې. ښاغلي فاروقي د دې علمي بنسټ له مختلفو او نړۍ والو  اغېزمنو کنفرانسونو د جوړولو له همیشنیو هڅو څخه هم یادونه وکړه او هغه یې د کابل پوهنتون له لوري د هیواد د پرمختیا، غوړېدا او ځان بسیايينې په برخه کې یې یو نیک او ګتور ګام یاد کړ.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت سلاکار ښاغلي ډاکټر وسیم اقبال د لوړو زده کړو وزیر په استازيتوب «د تلپلتې پراختیا په پلي کېدو کې د علمي څېړنو اهمیت، اغېز او رول»، په انلاین ډول د ژونالونو نه خپرېدل او په نړۍ والو پېژندل شوو ډیټابیسونو کې د افغانستان د ژورنالونو نه ټاکل کېدل او په کور د ننه د ځینو مقالو خپرېدل د اندېښنې وړ وبلل او پدې وروستیو کې یې د لوړو زده کړو وزارت په مختلفو برخو لکه د علمي څېړنو لپاره د زمینې برابرېدل، نړۍ وال معیار او اعتبار ته د هیواد د لوړو زده کړو لارموندنې په موخه د ژونالونو او دیټابیسونو رامنځته کول، د علمي څېړنو کمي او کیفی پرمختګ یې هم د دې بنسټ له هڅو څخه یا کړل.

وروسته د انجینري پوهنځي رییس او د افغانستان د څېړنې او ارزونې واحد رییس هم د علمي څېړنو پر وړاندې ننګونو، حل لارې، د تلپاتې پراختیا په رول، اهمیت او ښه والي، د ټولنیز او اقتصادي ژوند د شاخص په ښه والي خبرې وکړې.

د دې کنفرانس لومړی پړاو، چې د ویناوو، د پرېزنټېشنونو، د تلپاتې پراختیا د څېړنو او معلوماتو د پایلو وړاندې کول وو، د افغانستان د څېړنې او ارزونې واحد، امیري طبي کامپلکس او د TI شرکت په مالي ملاتړ د څلورو ورځو لپاره د لړم له ۲۵ تر ۲۸ پورې په کابل پوهنتون کې جوړ شوی وو او د راتلونکو دورو د جوړېډو ځای یې د جاپان، ترکیې او پرتګال هیوادونو پوهنتونونه په ګوته شول.